لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:افغانستان چې کومو حالاتو سره مخ شو،دکابل اؤ اسلام اباد بې باوري یې زیاته کړه


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي پاکستان خواهش لري چې افغانستان کې دې امن وي اؤ دخوښۍ ځائ دی چې پاکستان دافغان عمل امن کې خپل کردار ادا کړو .

اسلام اباد کې دامنیتي خبرو دپرانستې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دي افغانستان چې د کومو حالاتو سره مخ شو دهغې نتیجه کې بې باوري سیوا شوه خو مونږ په دغه هیواد کې دامن دپاره کوټلی کردار ترسره کړو اؤ هڅه مو وکړه چې نور باید افغانستان کې جنګونه ختم اؤ امن ټینګ شي.

عمران خان وویل دجوبائیډن انتظامیه هم دا ګڼي چې نور افغانستان کې دجګړو دوام نه دی پکار اؤ پاکستان هم غواړي چې دخبرو دلارې باید دافغان شخړې یو دائمي هواری را وویستل شي.

هغه وویل دګاونډي هیوادونو سره خوږې اړېکې دپاکستان دبهرنۍ تګلارې برخه ده خو سیمه کې د امن د ټينګښت دپاره به هند ته وړومبی ګام اخستل وي.

وزیراعظم وویل پاکستان له خپله انده هر ممکن هڅه کړې ده چې هند سره خپلې اړېکې ښې کړي اؤ دا ګڼې چې دخبرو دلارې دستونزو هواری پکار دی.

وزیراعظم عمران خان داخبرې په داسې حال کې کړي چې امریکې افغانستان کې طالبانو سره تیرکال دوحه کې دسولې ترسره شوي خپل تړون ته بیا کتنه پیل کړې ده اؤ په دې وروستیو کې افغان سولې دپاره دامریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو کرته د اسلام اباد ته سفرونه کړي اؤ پاکستاني چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې کړې دي.

واشنګټن اؤ کابل په دې نظر دي چې طالبان دپاکستان په لاس کې دي اؤ دافغان سولې په لړ کې پاکستان په طالبانو ښه فشار راوړلی شي خو اسلام اباد بیا وایي چې طالبان یې دامریکې اؤ افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښینولي دي خو نور په طالبانو دومره واک نه لري چې خپلې پرېکړې پرې ومني.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG