لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا او نوازشریف: د حکومت پرضد مبارزه به جاري ساتو


د پاکستان تحريک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند د مشر نواز شريف سره خبرې کړي او دواړو ويلي د حکومت پرضد مبارزه به جاري ساتي.

ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ويلي، د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (18 مارچ) مولانا فضل الرحمان د پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري سره هم په ټيليفون خبرې شوي دي.

د ورځپاڼې ترمخه د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي په 4 اپرېل د ګوند د باني پخواني مشر ذوالفقار علي بټو د تلين د دستورې وروسته به د ګوند د مرکزي مجلس عامله په غونډه کې به د اسمبليانو څخه د استعفاګانو په وړانديز فېصله کوي.

له دې وړاندې د پي ډي اېم مشرانو په 16 مارچ غونډه کړي او د غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان ويلي وو په غونډه کې شامل نهه ګوندونه د استعفاګانو ورکولو په حق کې وو خو پيپلز ګوند په دغه اړه د مشورې دپاره وخت غوښتی دی.

مولانا ویلي وو د پيپلز ګوند د جواب پورې د 26 مارچ اسلام اباد ته د حکومت پرضد لاريون هم ځنډوي.

ډان ويلي فضل الرحمان د مسلم ليګ ن ګوند د مشر نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې دواړه په دې دې خبره موافق شوي که پيپلز ګوند هره پرېکړه کوي دوی به د حکومت پرضد مبارزه جاري ساتي.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د 16 مارچ د پي ډي اېم په غونډه کې د استعفاګانو د خبرې وروسته اصف علي زرداري ویلي وو چې نواز شريف دې بيرته ملک ته راستون شي.

او په ځواب کې د مسلم ليګ ن مرستيال مشرې او د نوازشریف لور مريم نواز ویلي وو که پلار يې ملک ته بيرته راځي ژوند يې د خطر سره مخ کيږي.

نواز شريف د تير يو کال نه د زیاتې مودې راهسې په لندن کې دی.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اسلام اباد ته د لاريون کولو اعلان کړی وو.

په اتم مارچ مولانا فضل الرحمان د پي ډي اېم د مشرانو سره د غونډې وروسته ویلي وو چې په 26 مارچ به د ټول ملک نه قافلې اسلام اباد ته روانيږي او په 30 مارچ به اسلام اباد ته غونډيږي.

د پي ډي اېم وړاندينی نظر، د حکومت او پوځ ځواب

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اعلان کړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG