لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: شخصي کمپنۍ د کرونا ويکسين راغوښتي خو قيمت يې نه دی ټاکل شوی نه کارول کيږي


د پاکستان د دوايانو يوې شخصي کمپنۍ د روس څخه د کرونا ضد ويکسين (سپوټنک) 50زره ډوزه راغوښتي خو د دغو ويکسينو قيمت نه دی ټاکل شوی ځکه تراوسه نه کارول کيږي اېښودی شوي دي، ډاکټران وايي پکار ده چې حکومت په دغه لړ کې کوټلې پاليسي جوړه کړي .

رويټرز خبري ادارې ویلي، د (اې جي پي) په نوم شخصي کمپنۍ د روس څخه سپوټنک ويکسين د شورو/ چارشنبې په ورځ راوړلي او کمپنۍ وايي دا ويکسین به زر تر زره عامو خلکو ته لګول پېل شي خو چې حکومت يې ورته قيمت وټاکي.

پاکستان ته دا لومړی ځل دی چې کومې شخصي کمپنۍ د بهر نه د کرونا ويکسين راغوښتي دي.

له دې وړاندې چين پاکستان ته د ساينو فام ويکسين ډالۍ کړي وو.

خبريال وقار بهټي وايي پاکستان د څلورو کمپنيانو ويکسينوته اجازه ورکړې چې پکې دوه د چين، يوه د برتانيې او يوه د روس کمپنۍ شامل ده، چې د دغو کمپنيانو نه ځايي کمپنۍ کولی شي چې د کرونا ويکسين واخلي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل کراچۍ ته شخصي کمپنۍ 50زره ويکسين راوړلي دي خو قيمت يې نه دی ټاکل شوی ځکه نو دا ويکسين په ځای پراته دي.

دی وايي ياده کمپني دعوه کوي چې 50 زره ډوزه يې راغوښتي د يو نيم لاک پورې نور راغواړي او توان لري چې ډېر ويکسين راغواړي او په حکومت د ويکسينو لګولو فشار کم کړي خو که حکومت د کمپنۍ په خوښه د ويکسين قيمت وټاکي.

وي او اې ډيوه د يادې کمپنۍ سره د رابطې هڅه کړې چې په دغه اړه د کمپنۍ دريځ مالوم کړي خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

د وزیراعظم د صحت په چارو کې مرستيال فېصل سلطان ويلي د ويکسينو د قيمت ټاکنه د دوايانو د انتظام اداره (ډرېپ) کوي.

وي او اې ډيوه د فېصل سلطان نه هم په دغه اړه د وټس اېپ د لارې پوښتنې کړي خو هغه ورته ځواب نه دی ویلي.

د پاکستان د ډاکټرانو د اتحاديې (پي اېم اې) عمومي سېکتر ډاکټر قېصر سجاد وايي، د ډاکټرانو اتحاديې د وړاندې نه ویلي وو چې حکومت دې شخصي کمپنيانو ته اجازه ورکړي چې ويکسين را وغواړي خو پکار ده چې د دغو ويکسينو د ټولو اړخونو جاج واخستل شي.

دی وايي، چې کوم ويکسين راځي د هغې فايده، د لګولو طريقه يې او ډېره ضروري ده چې د هغې قيمتونه وټاکي، پکار ده چې حکومت د دې دپاره کوټلې پاليسي جوړه کړي چې څوک يې ګران او څوک يې ارزان نه خرڅوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه زياته کړه پکار ده چې د ویکسينو قيمتونه وټاکل شي چې هر څوک ورته لاس رسی لري ګنې هغه چل به وشي کوم چې د کرونا په وبا په لومړي سر کې شوی وو او ماسکونه او سېنېټايزرز د مارکيټ څخه غايب شوي او که مېلاوېدل به، نو په غلا او په ګرانه بيعه به ترلاسه کېده.

پاکستان ته شخصي کمپنۍ دا ويکسين په داسې وخت کې راوړلي چې په ملک کې د کرونا وايرس درېمه څپه روانه ده.

د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير اسد عمر پرون په 18 مارچ ويلي وو د کرونا وايرس په تيزۍ سره خوريږي او د مړينو کچه يې هم زیاته شوې ده.

هغه ويلي وو که خلک احتياط ونه کړي حکومت به مجبوره وي چې سختي وکړي او نور بندېزونه ولګوي.

پاکستان وايي د چين څخه راغلي ساينو فام ويکسين په لومړي پړ او کې ډاکټرانو او طبي عملې ته لګول شوي او اوس د 60 کالو نه د سېوا عمر خلکو ته هم لګول پېل کړی شوي دي.

خو ډاکټران وايي د ويکسينو لګولو شرح ډېره په قلاره ده ځکه چې په خپله په طبي عمله کې هم ځينې کسان د دې ويکسينو لګولو نه ډډه کوي.

خو ورسره ډاکټران بيا دا زورنه هم کوي چې که څه هم د ويکسينو سره د کرونا د ختمېدو يا چاته نه ورپورې کېدو کره والی مخې ته نه دی راغلی بايد بيا دې هم خلک وکړی شي که هر ډول ويکسين ورته په لاس ورځي پکار ده چې ولګوي يې.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې 13 زره 757 کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه د تیرو څو ورځو راهسې خلکو ته د کرونا لګېدو کچه او له امله يې مړینې هم سېوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG