لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستانيان وايي، عمران خان دې اول د وزيرستان وران کورونه جوړ کړي


د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي وايي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي چې خلکو له کورونه جوړوي د کورونو خاوندان کوي يې خو اول دې د وزیرستان وران کړی شوي کورونه اباد کړي.

وزيرستانيان وايي، په کال 2009 کې د جنوبي وزيرستان نه او په کال 2014 کې يې د شمالي وزيرستان نه د لکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې او سرکاري شمېرې ښايي یواځې په جنوبي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په مهال 90 زره کورونه وران شوي وو.

د جنوبی وزیرستان ړکوټکۍ سیمې رحمت شاه وايي پي ډي ایم ایې مني چې له دوی سره په سروی کې یواځې د جنوبي وزیرستان یو لک وران کورونه لیکل شوي چې پکې د 40 زره ورانو کورونو معاوضې هم ورکړی شوي او 60 زره اوس هم د دې مرستو تر لاسه کیدو لپاره هره ورځ مظاهرې کوي.

حکومت د یو وران کور څلور لکه روپۍ او نيم وران کور دپاره یو لک 60 زره روپې مرستې ورکوي.

رحمت شاه وویل په دې مرستو په وزیرستان کې یوه غسل خانه هم نه جوړیږی.

د سراروغې سیمې مقرب خان وویل د دغو مرستو حقدار د وزیرستان خلک دي ځکه چې په جنګونو کې يې کورونه په بشپړ ډول وران شوي او کاروبارونه یې تباه شوي دي.

هغه وویل د وزیراعظم لخوا په اسلام اباد کې غریبو او خواریکښو ته کورونه ورکول د ستاینې وړ دي خو د وزیرستان بې کوره خلکو لپاره دې دا رقم کورونه زر تر زره جوړ کړي.

د مکین سیمې انعام الله وویل په کال 2009 کې د راه نجات پوځي عملیاتو په مهال دوی د سامان نه ډک کورونه پرېښي وو او کله چې په کال 2016 کې يې واپسي وشوه نو د دوی د کورونو په ځای نوې سرکاري ودانۍ جوړې شوې وې او کورونه يې وران کړی شوي وو.

هغه وویل تر واپسۍ وروسته اوس هم په سیمه کې زیاتره کورنۍ د کورونو د نشتوالی له امله په خیمو کې په ژوند تیرولو مجبور دي.

د ټانک جنډولې سیمې مسکین بیټني وویل یوه میاشت احتجاج یې په علاقه کې او نیمه میاشت یې په ډیره اسماعیل خان کې وکړو چې د راه نجات عملیاتو پرمهال دوی ته اوښتی تاوان دې ومنل شي، د دوی کورونه، بازارونه او مارکيټونه وران کړی شوي دي.

هغه وویل وزیراعظم له پکار ده دوی هم په پام کې وساتي ځکه د دوی کورونه په خوښه نه بلکې د کډوالۍ په وخت يې په پوځي عملياتو کې وران کړی وو.

د سرکاري ميډيا ترمخه د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون په اسلام اباد کې د (نيا پاکستان) په نوم پروژه کې 1508 کورونه او فلېټونه غريبو خلکو او خواريکښو ته ورکړي او ويلي يې دي په ټول ملک کې به دغه لړۍ ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG