لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان دلادرکه بلوڅانو کورنیو ته دجبري بې درکیو په ضد دقانون جوړولو باور ورکړی


دپاکستان وزيراعظم عمران خان خپل پرنسپل سکرټري ته امر کړی چې زر تر زره دې د ديارلسو بلوڅ کورنیو د لا درکه شوو کسانو صورتحال مالوم کړي.

دا امر وزیر اعظم پرون د زيارت په ورځ اسلام اباد کې د ديارلسو بلوڅ کورنبو د غړو درې کسيزه کمېټۍ سره ملاقات کې کړی دی.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ویلي چې وزیر اعظم عمران خان هغوئ سره ليدنه کې په نورو قوانينو کې د بدلون ترڅنګ د جبري لا درکیو په اړه ډېر زر د قانون جوړولو خپل هوډ تکرار کړی او دبلوڅ لا درکه تنانو کمېټۍ سره یې دا لوظ هم کړی چې په دې لړ کې به دوئ د تازه پرمختګ نه خبر ساتي.

ملاقات کې موجود د لادرکه بلوڅ ډاکتر دين محمد بلوڅ لور سيمي دين بلوچ وايي دوئ يو ځل بيا د خپلو لادرکه کسانو فهرست وزیر اعظم ته ورکړی او هغه ورته باور ورکړی چې ډېر زر به دې لړ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ایي اېس ايي دمشرانو سره ليدل کتل هم وکړى.

د لا درکه بلوڅانو د حقونو دتنظیم مشر قدير بلوڅ وايي ددغه ملاقات په زړه پورې نتيجې مخې ته نه دي راغلي او اوس په بلوچستان کې د خلکو په جبر د لادرکه کولو لړۍ روانه ده.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ددې ملاقات په اړه په ټوئټر لیکلي چې وزیر اعظم عمران خان د زيارت په ورځ اسلام اباد کې په جبر د لا درکه کړل تنانو د کورنبو د غړو درې کسيزه کمېټۍ سره ملاقات کړی دی.

هغې ویلي چې وزیر اعظم عمران خان خپل پرنسپل سکرټري ته امر کړی چې هغه دې زر تر زره د لا درکه بلوڅانو سم صورتحال مالوم کړي.

د شيرين مزاري وینا ده چې وزیر اعظم د بلوچ لادرکه تنانو د کورنیو استازې کمېټۍ ته لوظ ورکړی چې هغه به پرله‌ پسې په دې اړه د کېدونکي تازه پرمختګ نه دوئ خبر ساتي.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري دا هم ویلي چې وزیر اعظم په دې ليدنه کې ویلي په نورو قوانينو کې د بدلون ترڅنګ د جبري لادرکیو د سزا وړ جرم ګرځولو په حواله به هم ډېر زر يو قانون جوړ کړي.

تېره میاشت د بلوڅ لا درکه تنانو د ديارلسو کورنیو غړي په اسلام اباد کې د خپلو لا درکه تنانو د راخلاصون لپاره تر لسو ورځو احتجاجي ناسته کړې وه چې وروسته د بشري حقونو د مرکزى وزیرې شېرين مزاري په دې باور دغه احتجاجي غونډه ختمه کړل شوې وه چې وزیر اعظم به د دوئ سره د مارچ په میاشت کې ويني.

د زيارت په ورځ د وزير اعظم عمران خان سره دې ملاقات کې د کال 2009 راهسې د لا درکه بلوڅ ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سيمي دين بلوڅ هم موجود وه.

هغه ډيوه ته وايي هغوئ چې کله تېره میاشت خپله احتجاجي ناسته ختموله نو هغه مهال یې د خپلو لا درکه او د نورو 300 بلوڅو لادرکه تنانو يو فهرست شيرين مزاري ته ورکړی او هغې ورته ویلي وؤ چې کله تاسو د وزير اعظم عمران خان سره ملاقات کوئ نو ددغه لادرکه تنانو مالومات به راټول کړل شوې وي.

د سيمي دېن بلوچ په خبره دوئ هغه وخت حېران پاتې شول چې د هغوئ د لادرکه تنانو نوملړ هم د ملاقات په موقعه وزیر اعظم ته ورکړل شو.

دا وايي دغه فهرست یې یو ځل بیا وزیر اعظم ته وړکړو او خواست یې وکړو چې باېد دا معامله سنجيده واخلي.

دهغې په وینا "وزیر اعظم مونږ سره لوظ وکړو چې د هغوS د لا درکه خپلوانو مسله به. زر هواره کړي او په دې لړ کې به د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې ایي اېس ايي مشر جنرل فېض حميد سره هم ملاقات وکړي"

پاکستان کې د خلکو په جبري توګه لادرکه کول يوه زړه مسله ده چې حکومتونو یې د حل کوششونه کړي خو په ظاهره پکې پاتې راغلي دي.

په کال 2011 کې د بې درکه تنانو د موندنې او په دې جرم کې د ککړو کسانو پرضد د قانوني اقداماتو لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی شوی دی.

دا کمېشن هره میاشت خپل رپورټ خپروي او د ادارې د مالوماتو ترمخه اوسه پورې 8000 کېسونه وړاندې شوي چې 5000 پکې حل شوې دي.

خو د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين او د بشري حقونو فعالين وايي د لادرکه تنانو شمېره د کمېشن د تعداد نه ډېره زياته ده.

تېر کال انټرنېشنل کمېشن اف جيورسټس په خپل يو رپورټ کې وېلي وؤ چې د لا درکه تنانو د موندنې کمېشن په خپل کار کې په بشپړه توګه پاتې راغلی او کمېشن تراوسه د خلکو په جبري توګه لا درکه کولو کې ککړ تنان نه خو په ګوته کړي او نه یې چاتـه سزا ورکړې ده.

د لا درکه بلوچانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مرستيال صدر قدير بلوچ ډيوه ته وايي د بلوڅ لا درکه تنانو دکورنیو دغړو وزير اعظم عمران خان سره د شوي ملاقات څه په زړه پورې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.


هغه وايي اوس په بلوچستان کې د خلکو په زور د لا درکه کولو لړۍ روانه ده او دده په قول روزانه 30 او 40 تنان پورته کېږي.

د قدير بلوچ په وبنا د ده دتنظيم سره د 45000 لا درکه بلوڅانو نومونه ثبت شوي څوک چې د تېرو لسو کلونو راهسې لا درکه شوې دي.

پاکستان کې د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقوقو مبارزين د خلکو د لا درکه کولو تورونه د پاکستان په طاقتوره پوځ او د هېواد په استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه پرله‌پسې ردوي.

د پاکستان د پوځ پخواني ویاند جنرال اصف غفور ویلي وؤ چې هر لا درکه تن په رياست پسې نه شي تړل کېدب او د هغه په قول زياتره لا درکه تنان د وسله والو په ليکو کې ورګډ شوي چې با خو وژل شوي او با افغانستان ته تښتېدلي دي.

کال 2017 اګست کې د لا درکه تنانو د موندنې لپاره جوړ د کمیشن مشر پخواني جج جاوېد اقبال د سنېټ د بشري حقونو کمېټۍ ته وبلي وؤ چې د پوځ 153 افسران د خلکو د بې درکه کېدو ذمه وار موندل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG