لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاعي لګښتونو په اړوند دجنرال باجوه دریځ ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟


څيړونکي وايي که دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د دفاعي لګښتونو پسر د ولس پرمختيا نه په محرومه کيدو په رېښتیا انديښمن دی نو پکار ده چې د تقريرونو پځائ کلک ګامونه پورته کړي.

څېړونکي په دې نظر دي چې دپوځ سر لښکر ډير په اسانتيا سره د پوځ غير جنګي لګښتونو کې تر پنځوس فيصدي کمى راوستى شي چې ورسره ملکي معيشت ته ګټې ترلاسه کيدلى شي او ملکي دفاع ته به هم زيان نه رسيږي.

د تير زيارت په ورځ اسلام اباد کى د ملي امنیت په بابله راجوړې شوې دستورې ته خپله وينا کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي وؤ پاکستان غريب هيواد دى خو ملکي سلامتيا ته د راپېښو ننګونو له امله په ملکي دفاع لویې رقم مصرفوي چي له امله یې دپاکستاني ولس پرمختيا اغېزمنه کيږي.

د معاشي چارو څيړونکې قيصر بنګالي وايي که باجوه خپله وينا کى مخلصه دى نو پکار ده چې د تقريرونو پځاي کلک ګامونه پورته کړي.

هغه وي او ای ډيوه ته ويلي پوځ ډير په اسانتيا سره خپل غير جنګي لګښتونو کې تر پنځوس فيصدي کمى راوستى شي چى له امله به یې ملکي معيشت ته ډيرې ګټې ورسیږي او دفاع ته به هم زيان نه رسي.

قيصر بنګالي وايي دبې ځایه پوځي لګښتونو يو ستر مثال د لاهور نه پزښور پورې په لويه شميره کې پوځي چهاوڼۍ دي چې دا د انګريز په واکمنۍ کې د روس د يرغل له ويرې جوړې شوې وې خو اوس ورته هیڅ اړتيا نه نشته.

د پاکستان دحکومت لخوا دکال ٢٠٢٠ اؤ ٢١م د فاعي بجټ کې ١١ فيصدي زياتوالي سره ددې مجمو عي حجم ١١٢٩ بلينه روپو ته رسيدلى دی.

د چپوځ سر لښکر د قامي سلامتيا سره تړلو ٤ مهم نکتو کې دګاونډي هيواد هند سره د کشمير لانجه د سيمه ايز امن او پرمختيا په لار کې لویې خنډ ګرځولى دى.

خو ددې ترڅنګ یې په دې شرط هند سره خبرو ته رضامندي ښکاره کړې چى لومړى به هند د خپل واک لاندى کشمير کى حالات ځائ ته راولي.

د سويلي ايشيايي هيوادونو د خبريالانو سازمان سيفما عمومي سيکتر امتياز عالم وايي دواړو هيوادونو ته به خپل خپل دریځ نه پشا کيدل وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم ويلي د دوه اړخيزه خبرو اترو عمل د کاميابۍ دپاره به د کشمير لانجې ته د لمړیتوب ورکولو پخائ دوه اړخیزه تجارت، سىياحت او د خلکو تګ راتګ په لاره کې پراته خنډان لرې کول وي.

د جنرل قمر جاويد باجوه په دې بيان هم په ټولنيزو رسنيو او ميډيا کې تاوده بحثونه کيږي چې پاکستان ته به لومړى خپل کورني حالات سمول وي.

دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند پلويان دجنرال باجوه دا بيان دخپل ګوند دمشر میا نواز شريف لخوا کال ٢٠١٦م کې دخپل کړي دريځ پخلى بولي.

هغه وخت نواز شريف پاکستان کې دغير رياستي عناصرو په فعاليتونو او بيا د دوئ هند کې په فعالیتونو انديښنې ښودلې وې.

څيړونکى امتياز عالم دپوځ ړسر لښکر دا بيان دموجوده سياسي حالاتو سره هم تړی او وایي دا وخت چې پاکستان د کومې سياسي بى باورۍ سره مخ دى د هغې پشا لویې علت د مخالفه ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم دا تور دى چې پوځ عمران خان په واک کې راوستى دی او اوس هم ورسره مرستې کوي.

نوموړي ويلي که پوځ خپل اعتبار پځائ کول غواړي نو لومړى دې مخالفه ګوندونه په دې قانع کړي چې پوځ سياسي چارو کې هيڅ کردار نه لري.

دپاکستان پوځ وړاندې نه سياسي چارو کې د مداخلى تورونه بيځايه بولي او په سياسي ګوندونو ټينګار کوي چې خپلو سياسي شخړو کې دې پوځ نه راکاکيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG