دپاکستان د صنعتونو اؤ پېداوار مرکزي وزیر حماد اظهر وایي په کور دننه ټولې چارې یې ترسره کړي اؤ ډیر زر به پاکستان د ایف ای ټي ایف د خړنوملړ څخه اوځي.
د اتوار په ورځ رسنیو ته ښاغلي حماد اظهر ویلي پاکستان د ایف ای ټي ایف خړ نوملړ ته د پخوانیو حکومتونو له امله غورځېدلی خو موجوده حکومت به دخړنوملړ څخه پاکستان وباسي
دپاکستان نوم دکال 2018م راهسې دایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې شامل دی اؤ څېړنیز رپورټونه ښایي چې پاکستان ته له دې امله 38 اربه ډالره زیان اوښتی دی.
ایف ای ټی ایف پاکستان ته د خړ نوملړ نه د وتلو دپاره ۲۷ نکته ییز کاریز پلان سپارلی اؤ پاکستان وایي چې دغو نکتو کې یې ۲۴عملي کړي اؤ پاتې نکتې به هم زر عملي کړی.
د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف تیره میاشت دخپلې درې ورځنۍ غونډې په پائ کې دپاکستان دنوم تر جون میاشتې پورې په خړ فهرست کې د ساتلو پرېکړه کړې وه اؤ په پاکستان یې غږ کړی ؤ چې باید په ۲۷واړو نکتو عمل وکړي.
خو دپاکستان د صنعتونو اؤ پېداوار مرکزي وزیر وایي اوس پاکستان دخړنوملړ نه د وتلو دپاره په کور دننه ټولې چارې ترسره کړي اؤ زر به دپاکستان نوم ددې فهرست څخه اوځي.
تیره میاشت حماد اظهر ویلی وؤ پاکستان ته دتاریخ تر ټول سخت کاریز پلان ورکړل شوی دی اؤ هغه دعوه کړې وهه چې د ایف ای ټي ایف تور نوملړ ته دپاکستان د ورګډیدو ګواښ پشا شوی دی.
ایف ای ټي ایف تر دې وړاندې روښانه کړې ده چې پاکستان کې قانون پځائ کوونکو ادارو ته به په عمل کې ښودل وي چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې یې وچې کړي اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخه یې هم په بشپړ ډول نیولې ده.
همدا شان دغه ادارې ویلي پاکستان ته به په هغه ترهګرو ډلو اؤ کسانو مالي بندیزونه لګول وي چې ملګرو ملتونو دترهګرو نوملړ کې شامل کړي دي.
دپاکستان دپوځ یو پخوانی افسر اؤ دفاعي څېړونکی بريګډئیر (ريټايرډ) سيد نذير په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ پاکستان دایف ای ټي په ٨٥ فيصدي غوښتنو عمل کولو کې بريالی شوی خو دغه ١٥ فيصده غوښتنې بيا داسې دي چې قانون سازۍ سره تړلې دي.
سید نزیر ویلي وؤ چې د وخت دکمي له امله دا امکان پيدا کيږي چې پاکستان به تر نورې اوږدې مودې هم دایف ای ټي ایف په خړ نوم لړ کې ساتلې کيږي.