لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې د څلورو هلکانو د مړو سره په دوېمه ورځ هم احتاجي پرلت روان دی


د بنو په جاني خېل سیمه کې تیره ورځ د څلورو تنکي ځوانانو د مړو تر لاسه کېدو وروسته نن په دویمه ورځ (23 مارچ) هم په جاني خېلو کې د اېف سي قلعې مخې ته احتحاجي پرلت دوام لري او احتجاج کوونکي وژل شوو ته د انصاف سره په سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.

دغه مړي تیره ورځ تر هغې وروسته موندل شوي چې خپلوان يې وايي د 20 ورځو نه بې درکه وو، په تشدد وژل شوي او مړي يې په يو خوړ کې ښخ کړی شوي وو.

پولیس وايي د هلکانو د وژنې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د بنو انتظامیه وایي د احتجاج کوونکو سره په رابطه کې دي، د دوي غوښتنې يې اورېدلي او د دوی سره خبرې روانې دي خو احتجاج دوام لري.

د احتجاج يو ګډونوال حبیب وزیر وویل د دوی څلور غوښتې دي يو دا چې د دغه پېښې دې عدالتي پلټنې وشي، بل د پېښې په مقدمه کې دې د وژل شوو کسانو د خپلوانو په مدعيت کې په قضيه کې د علاقي د امنیتي زمه وارو نومونه شامل کړی شي.

هغه وويل دوی غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د ښه او بدو وسله والو ترمنځ توپير ختم کړی شي او د امنیت دپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

هغه زیاته کړه څلورمه غوښتنه دا کوي چې وژل شوو ماشومانو ته دې شهدا پېکج اعلان کړی شي.

هغه وویل تیره ورځ دوی ته مرستیال کمشنر او د پوليس ضلعي مشر ورغلي او ورته يې ويلي چې مړي دې خاورو ته وسپاري بيا به یې ورسره په غوښتنو خبرې وکړي.

هغه وویل تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي د بدامنۍ پرضد اقدامات نه وي شوي د مړو سره به احتجاجي پرلت دوام لري.

د وزیرو جاني خېل قبیلې مشرانو هم قامي پرېکړه کړې او د حکومت سره يې د هر ډول ماملاتو نه د بايکاټ ويلي دي.

د علاقه نه د تر لاسه شوو مالوماتو ترمخه نن په جاني خېل سیمه کې دوکانونه بند، تعليمې ادارې او نور هر څه تړل شوي وو.

د جاني خېل قبیلې يو مشر ملک معيظ وويل دا پریکړه يې تر هغه وروسته کړې چې د کال 2009 راهسې د دوی په سیمه کې د وسله والو لخوا د عامو خلکو وژنې روانې دي.

هغه وويل که حکومت دوی ته تحفظ نه شي ورکولی سیمه د وسله والو نه نشي پاکولی بيا دې په سيمه کې موجود امنيتي ځواکونو د علاقې څخه وويستل شي دوی به د امنيت خپل انتظام برابر کړي.

د بنو انتظامیې يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د هلکانو د وژنې مقدمه درج شوې د احتجاج کوونکو سره خبرې هم شوي خو پرمختګ پکې نه دی شوی.

د چارواکي په وېنا د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ غړي او د مواصلاتو وزير شاه محمد وزير په مشرۍ يوه جرګه کيږي د احتجاج کوونکو سره به خبرې کوي د هغو غوښتنې به واوري او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره به یې شريکې کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG