لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان ته نور 50 کروړه ډالر ورکوي خو شرطونه به یې د ولس په ژوند څه اغیز ولري؟


نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف د شپږو اربو ډالرو دپروګرام لاندې پاکستان ته د 50 کروړه ډالرو د قرضې د قسط ورکولو منظوري ورکړې ده.

نړیوالې مالياتي ادارې دا منظوري له هغو شرطونو وروسته ورکړې ده چې پکې د بجلۍ په نرخونو کې زیاته اضافه، د 140 اربو روپو نوي ټیکسونه لګول او د هېواد مرکزي بانک ته بې څاري خود مختاري ورکول شامل دي.

څېړونکو وايي پاکستان د زړو پورونو بېرته ستنولو لپاره نوي پورونه اخلي او ترڅو چې حکومت سره سره پوځ خپل غېر جنګي لګښتونه نه وي راکم کړي نو پاکستان د قرضو د جال نه نشي وتلی.

نړیوالې مالياتي ادارې د شپږو اربو ډالرو د قرضې د پروګرام لاندې پاکستان ته مخکې دوؤ پړاوؤنو کې 1.45 ارب ډالره ورکړې دي او د 50 کروړه ډالرو ددې نوي قسط منظورۍ سره پاکستان ته د ورکړل شول قرضې حجم دوه اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف خپل یو بیان کې ويلي پاکستاني چارواکو د اداره جاتي نيمګړتياو پوره کولو ترڅنګ داسې ګامونه اخستي دي چې له کبله یې هېواد ته د 500 مېليونو ډالرو دې قسط منظوري ورکړل شوه.

دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو په اړه د عبدالولي خان پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې پخوانی مشر او کارپوهه ډاکټر منظور وايي په دې کې دوه مهم ګامونه حکومت پورته کړي.

هغه وایي يو حکومت کارپورېټ انکم تېکس کې ورکړی شوې استثنا بېرته اخستې ده او د جولایي د وړومبۍ نېټې نه یې د کارپوذېشنز نه د ټیکس اخستل پېل کړي او دوېم دا چې حکومت د اي اېم ایف د شرط لاندې دبجلۍ په نرخونو کې هم د 36 فيصدي اضافې منظوري ورکړې ده.

هغه وایي حکومت یو داسې ارډیننس هم جاري کوي چې د پاکستان مرکزى بنک ته خود مختاري ورکړي.

دپاکستان ایکسپریس ټربيون ورځپاڼې دحکومتي سرچينو له خولې لیکي چې پاکستان ته به د ايي اېم ایف دا نوی پروګرام دوامداره ساتل ګران وي.

ورځپاڼه وايي د 700 اربو روپو نوي ټېکسونه لګول او د راتلونکي بجټ دپیسو نه سر وهل هغه کارونه دي چې د پاکستان حکومت له به پرې عمل کول ګران وي.

داقتصادي چارو وتلی څېړنکار قیصر بنګالي ډيوه ته وايي په تېرو دريوؤ مياشتو کې یې داسې حکومتي ګامونه نه دي کتلي چې د ايي ایم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره یې پورته کړي وي.

هغه وایي دا د ايي اېم اېف تاريخ پاتې شوی چې کله د قرضې ورکولو سياسي فیصله وکړي نو که يو هېواد بيا ځنې شرطونه نه ترسره کوي نو د هغې نه ورته استثنا هم ورکوي.


قیصر بنګالي وایي قرضه هغه وخت اخستل کیږي چې کله د بو هېواد لګښتونه د امدن نه زيات وي. پاکستان د زړو پورونو ستنولو لپاره نوي پورونه اخلي او خپلو لګښتونو کمولو ته تبار نه دی.

قېصر بنګالي بیا وايي که دپاکستان حکومت د قرضو د جال نه ځان خلاصول غواړي نو د حکومتي لګښتونو سره سره به پوځ ته هم خپل غېر جنګي لګښتونه کمول وي ولې چې دا وخت د پوځ غېر جنګي خرچې هم ډېرې سېوا دي.

څېړونکي وايي د پاکستان اقتصاد د کرونا وبا دبدو اغېزو څخه په وتلو پیل کړی خو د وبا ددې درېمې څپې له کبله بيا اغېز من کېدی شي.

د پاکستان مرکزى بنک تېره اوونۍ د هېواد اقتصاد ته د بيا کتنې وروسته روان مالي کال کې د درې فيصدي اقتصادي ودې اټکل کړی دی.

مطبوعات وايي د پي ټى ایي حکومت د ايي ایم ایف د پروګرام د پرځاې کېدو لپاره د 140 ارب روپو په ټېکسونو لګولو رضا شوی دی او ددې ترڅنګ یې په شپږو میاشتو کې د بجلۍ په نرخونو کې د 36, فيصدي اضافې لوظ کړی دی.

ځاىي مطبوعات دا هم وايي چې مرکزي کابينې د يو ارډيننس هم منظوري ورکړې چې ترمخه به یې د يونټ په سر بجلي نوره 5.65 روپې ګرانه شي او هڅه به کوي چې د صارفينو څخه 884 اربه اضافي روپۍ ترلاسه کړي دا پېسې به د تېر کال د اکتوبر نه تر روانې میاشتې پورې وصولولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG