لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې به اوس د زمکو اخستونکو ټول معلومات حکومت سره شریکولی شي


دترهګرۍ دپاره دمالي سرچینو د وچولو اؤ د غیر قانوني پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف دشرطونو پوره کولو دپاره د پاکستان حکومت د زمکو کاروبار کوونکو ته ویلي چې د زمکو اخستونکو ټول معلومات به حکومت سره شریکوي.

کاروباریان وائي اوس زیات د پیسو لیږل رالیږل د بینکونو له لارې کیږي ،د وړاندې څخه دغه معلومات د مالياتي ادارو سره موجود وي او دې سره به نورې هم اسانۍ زیاتې شی .

خو ورسره سم بیا کاروباریان دا ویره هم څرګندوی چې دمعلوماتو شریکولو سره به په کاروبار ناوړه اغېزې وشي.

په اسلام اباد کی د زمکې کاروباري تن ابراهیم کاکاخېل وائي هغوئ ته داسې کومه سوال نامه نه ده ورکړل شوې خو هغه بیا دا خبره ومنله چې حکومت دوئ وئيلي دي د زمکو اخستو ټول معلومات ورسره باید شریک کړي.

وي وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "دا بده خبره نه ده اوس هسې هم ټول د پیسو لیږل رالیږل د بینکونو په ذریعه کیږی او مالياتي ایجنسۍ ټول معلومات هم لری"

ابراهیم وائي یو مشکل دادی چې زیات کاروباریان د ایف بی ار د کار څخه نه وي خبر او د انټر نیټ دلارې دغه ضرورتونه په ګرانه پوره کولی شی .

نوموړی زیاتوي که چری دوئ ته مناسب تربیت ورکړل شی نو کاروبارونه به په ریکارډ راشي او حکومت ته به هم مالياتي ګټه ورسیږي.

ډان ورځپاڼه پخپل رپورټ کې وائي مرکزی مالياتي اداری ایف بی ار د زمکې د کاروباریانو څخه د یوی سوالنامې دلارې غوښتي چې د زمکو اخستونکو ټول معلومات باید دغه ادارې سره شریک کړي.

د رپورټ له مخې دا ګام د پیسو د غیر قانونی انتقال د څار د اداری ایف ای ټي ایف د شرطونو پوره کولو دپاره پورته کړل شوی ، له دې وړاندې ادارې د پاکستان حکومت ته وئيلی وؤ چې د ملک دننه او بهر د پیسو په غیرقانوني تګ راتګ نظر وساتي.

د رئيل اسټیټ یا زمکې یو بل کاروباری تن محمد انعام وي او ای ډیوه ته وائي په تیرو څلور،پنځوؤ کالو کې مالياتي ادارې خپل څار سیوا کړی او چې کله هم مونږ چاله سودا وکړو او ټيکسونه جمع کوؤ نو اداره هغه خلقو ته نوټسونه ورکړي او زیات خلق اوس له ویرې پانګوني هم نه کوي.

محمد انعام وائي دې سره به د وړاندې نه اغیزمن روزګارونه نور هم اغېزمن شي.

د پاکستان حکومت دا ګام په داسې وخت کې اخستی چې سږکال د مرکزی حکومت له خوا د ودانۍ په څنګه کې د بخښنې یو سکيم هم راوړل شوی دی .

حکومت وئيلی د روان کال جون دمیاشتی ۳۰مې نیټی پورې که څوک د ودانۍ په څانګه کی پانګونې کوي د هغوی څخه به د امدن د ذریعو په بابله پوښتنی نه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG