لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د یو شواروز دننه ۱۴ نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي


پاکستان کې دا مهال د کرونا دریمه څپه روانه ده اؤ دغې هیواد کې د کرونا وایرس د اغیزمنو شمیره ۸۲ زرو نه سیوا شوې ده.

د پښتونخوا پیښور ښار کې په زیات شمیر خلق د کرونا ښکار شوي دي. د لیډي ریډنګ روغتون د کرونا فوکل پرسن ډاکټر محمد زبیر بهټي وایي یاد روغتون کې یو ۱۴۷د کرونا ناروغان بستر دي.

دپیښور ډپټي کمشنر د کرونا ایس او پیز څخه د سرغړونې په تور یو شمیر د ودونو هالونه، هوټلې او دوکانونه تړلي دي اؤ د ښار ۱۸ؤ ځایونو کې د ټيټې کچې ټول بند په ځایې کړی شوی دی.

دکرونا وایرس دریمه څپه کې پاکستان کې ددې وایرس څخه داغیزمنو شمیره شپږلکه ۴۵ زره اؤ ۳۵۶ؤ ته رسېدلې ده اؤ په پښتونخوا صوبه کې ۸۲زره ۶۷۷ کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې تیر شواروز کې نور ۱۴ کسان دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دې وایرس مړه شوي دي چې صوبه کې ورسره د مړو شمیره ۲۲۶۰ ته رسېدلې ده.

کرونا وایرس تر ټولو زیات خلک دصوبې سرښار پېښور کې اغېزمن کړي اؤ ددې صوبې دصحت چارواکي وایي په تیرو څلېریشتو ساعتو کې پېښور کې ۴۱۰کسان هم په کرونا وایرس اخته شوي دي.

کرونا ځپلو سیمو کې نوښار په دویم نمبر دی چې دغلته ۹۳ کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ صوابۍ بیا ۶۷نوؤ ناروغانو سره په دریم نمبر ده.

د کرونا دناروغانو د درملنې دپاره په صوبه کې تر ټولو لویې مرکز دپېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې جوړ شوی دی چې پکې ۲۵۰ کټونه اؤ ۴۰ وینټي لیټرې ناروغانو ته ځانګړې کړل شوې دي.

ددې روغتون دکرونا د پاره فوکل پرسن یا استازي ډاکټر محمد زبیر بهټي وي او ای ډیوه ته ویلي دا مهال دهغوئ سره ۱۴۷ په کرونا اخته ناروغان بستر دي.

هغه وایي په دې ناروغانو کې ۱۳ په ایي سي یو کې پراته دي اؤ نورو ته په عادي خونو کې دعلاج اسانۍ ورکول کیږي.

نوموړی وایي یوه اوونۍ وړاندې په لیډي ریډنګ روغتون کې دناروغانو شمیره تر ۱۰۰ؤ هم ټيټه وه اؤ اوس ددې روغتون او پي ډي یوازې د ۵۰۰ ناروغانو کتنې ته محدود کړل شوې ده.

بل لوري ته د کرونا په ضد د ویکسین ورکولو لړۍ هم دوامداره ده اؤ د یاد روغتون د ویکسین دڅانګې مشر سجاد احمد وایي چې د روغتون د صحت کارکونکو تر څنګ د شپیتؤو کالو نه زیات عمر لرونکیو ته ویکسین ورکړی کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د دریمې فرورۍ نه په لیډي ریډنګ روغتون کې د کرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ پیل شوې ده اؤ ۱۷۰۰ سوه کسانو ته یې د وړومبي پړاؤ ویکسین لګولي اؤ اتوؤ سوو ته یې د دوهم پړاؤ ویکسین هم ورکړي دي.

هغه وایي د۱۰م مارچ نه د زاړه عمر وګړو ته د ویکسین لګولو لړۍ پیل شوې ده اؤ په دې کې یې ۹۰۰ ګسانو ته کرونا ضد ویکسین ورکړي دي.

کارپوهان وایي د کرونا وایرس په دریمه څپه کې په چټکټیا سره دا وایرس خلکو ته ورپورې کیږي اؤ باید هر تن ددې وایرس نه دځان ساتلو دپاره احتیاطي ګامونه واخلي.

په عین حال کې دپېښور ډپټي کمشنر د کرونا نه دځان ساتنې د سپارښتنو څخه د سرغړونو له امله یو شمیر هوټلې، د ودونو هالونه اؤ دوکانونه تړلي دي اؤ دپېښور ۱۸ بیلابیلو سیمو کې په ټيټه کچه ټولبند هم پځائ کړل شوی د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG