لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپريم کورټ: د ډېنيل پرل په قضيه کې استغاثه د عمر شېخ او نورو په قصور وار ثابتولو کې پاتې راغلې


د پاکستان سپریم کورټ د امریکايي جرنلېسټ د وژنې او تښتونې په تور کې د مرکزي تورن عمر شېخ او نورو په اړه تفصیلي فېصله اورولې او ويلي يې دي په قضيه کې استغاثه د تورونو کسانو په قصور وار ثابتولو کې پاتې راغلې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه سپريم کورټ د 28 جنورۍ د پرېکړې تفصيلي فېصله اورولې چې په 43 صفحو مشتمله ده.

د پاکستان سپريم کورټ په 28م جنورۍ د ډينيل پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د سيند هايکورټ فېصله په ځای ساتلې او د مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر یې کړی وو.

امریکې د پاکستان د سپريم کورټ په فېصله سخته اندېښنه څرګنده کړې او بيا د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دغه لړ کې په 29م جنورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې هم کړې وې.

د امريکا حکومت د سپريم کورټ پرېکړه په نړۍ کې د ترهګرۍ نه د متاثره هرې کورنۍ سپکاوى بللی او د پاکستان په حکومت باندې ملزمان ته د سزا باوري جوړولو ټينګار کړی وو.

د سيند صوبې حکومت او د ډېنيل پرل مور او پلار سپريم کورټ ته خواست کړی چې ستره محکمه دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

د سپريم کورټ د درېو ججانو بنچ په تفصيلي فېصله کې ويلي، په قضيه کې د تورنو کسانو پرضد وړاندې کړی شوي شواهد مشکوک وو او استغاثه د دوی په قصور وار ثابتولو کې پاتې راغلې ده.

په ياده قضیه کې جسټس سردار طارق مسعود او جسټس مشير عالم ویلي که د عمر شېخ او نورو پرضد کومه بل تور يا مقدمه نه وي هغوی دې خوشي کړی شي.

او جسټس يحیا افريدي د نورو دواړو ججانو نه بدله فېصله اورولې وه.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف وو په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی وو چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی وو.

د ډېنيل پرل د وژنې په تور احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره درې کسان نيول شوي او د تيرکال اپرېل د میاشتې په دوهمه نېټه سيند هايکورټ فېصله اورولې او د ډېنيل پرل د تښتولو او وژلو مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا يې په اووه کاله بند بدله کړې او نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته اورول شوې د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.

XS
SM
MD
LG