لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټيټ بینک وایي دپاکستان دننه اسلامي بینکارۍ په زیاتېدو ده


دپاکستان مرکزی بینک سټیټ بینک وایي د ملک دننه اسلامی بینکارۍ کې اضافه کیږي اؤ په کال ۲۰۲۰ کې د اسلامی بینکونو اثاثې ۳۰ فيصدي زیاتې شوې دي.

دماهرینو وینا ده چې د روایتي بینکارۍ په پرتله شرعي بینکاري کم خرچه ده او د مذهبی رجحان له امله څه خلک دروایتي بینکونو دلارې سرمایه کاري نه کوي.

ماهرین دا هم وائي چې حکومت او مرکزی بینک هڅی کوي چې زیات خلک بینکونو ته راولي او په بینکونو کی اکاونټونه جوړ کړي او حکومت په دې کې بریالی شوی هم دی.

په مردان ښار کې د کالج استاذ او اقتصاد پوهه ارسلان اقبال وائي د مذهبي رجحان له امله خلق روایتي بینکونو ته کم ځي،

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي داسلامي بینکونو لګښت هم کم وي او اوس د حکومت له خوا کمرشل بینکونو اسلامي څانګې پرانستې دي له دې امله په اسلامی بینکونو کې اکاونټونه خلاصول او د پیسو جمع کول زیات شوي دي.

سټیټ بینک وايي په کال ۲۰۲۰ کې داسلامی بینکونو اثاثې ۳۰ فيصدي زیاتې شوي او د پیسو جمع کوونکو تعداد ۲۸ فیصده زیات شوی دی.

دسټیټ بینک په رپورټ کی وئيل شوي چې مرکزي حکومت د اسلامي بینکونو څخه ۷۰۰ اربه روپۍ قرضې هم اخستې دي چې ورباندې د بجټ خساره کمه کړي.

یاد بینک وائي دخزانې وزارت ۵۰۰ اربه روپۍ د مالي خسارې او ۲۰۰ اربه روپۍ د توانايی په څانګه کې د سرکلر قرضې په مد کې اخستي دي او ددې دپاره حکومت سکوک بانډونه جاري کړي وؤ.

د اقتصاد ماهر وکیل رحمان وايي مرکزي بینک هڅې کوي چې زیات خلک په بینکي نظام کې شامل کړي او د اسلامي بینکاری زیاتیدل د حکومتي هڅې یوه برخه ده.

سټیټ بینک په خپل رپورټ کې وايي په کال ۲۰۲۰م کې مجموعي اثاثې ۳۰۳۹ټریلین روپیو ته رسیدلي او په کال ۲۰۱۹م کې دا رقم ۲۰۶۵ ټریلینه روپۍ ؤ.

پاکستاني رسنۍ وائي نړیوالو مالياتي ادارو ایي ایم ایف او نړیوال بینک هم د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې په مالي مشکلاتو د قابو موندلو دپاره اسلامی بینکارۍ ته دوام ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG