د جاني خېلو د څلورو تنکيو هلکانو د وژنې پرضد لاريونون کوونکي مشران وايي حکومت ورسره غوښتنې ومنلې، د مړو سره اسلام اباد ته په لار لاريون يې ختم کړو او اوس مړي خاورو ته سپاري.
د جاني خېل قوم او جرګې د مشرانو ترمنځ منل شوې غوښتنې چې د بنو کمشنر او نورو پرې لاسليک کړی پکې د جاني خېل قوم د حکومت نه د غوښتنو تفصیل لیکل شوی دی.
د جاني خېل قوم يو مشر عدنان (پخوانی اېم پي ای) چې د حکومت سره د غوښتنو په ليکلې بڼه یې د قوم لخوا لاسليک کړی، وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د دوی غوښتنې ومنل شوې د بنو څخه يې لاريون بيرته ستون کړو او مړي خاورو ته سپاري.
نن په 29 مارچ سهار د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې ومنل شوې د کابينې د غړو په ګډون درېمګړي هم موجود وو، احتجاجي پرلت ختم شو او ټولو ګډون والو ته د بيرته ستنېدو لارښوونه وشوه.
د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22 نېټه موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دا هلکان د موندلونه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.
د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.
د غوښتنو نه منلو وروسته پرون په 28 مارچ پرلت کوونکو د مړو سره اسلام اباد پله پېدل لاريون پېل کړی وو.
وي او اې ډيوه ته د جاني خېلو د حکومت سره د منل شوو غوښتنو په ترلاسه شوې لوظنامه کې ليکل شوي چې "حکومت به د جاني خېلو امنيت یقيني کوي، علاقه به د هر ډول مسله والو څخه پاکوي، د کورونو څخه به قانوني وسله نه اخستل کيږي او د امنیت دپاره به کورونه نه نړول کيږي".
ويل شوي "څلور مړو ته به د شهدا پېکج ورکولی شي) او د نورو غوښتنو سره پکې ویل شوي چې د ( څلورو هلکانو د وژنې سوتره پلټنې به کولی شي او قصور وارو ته به يې سزا ورکول کيږي او په راتلونکې کې به د دغه ډول پېښو پرضد سخت ګام پورته کولی شي".
په لوظنامه کې "علاقې ته د ځانګړي پرمختيايي پېکج ورکولو" او د نیول شوو کسانو خوشي کولو ویل شوي دي.
د جاني خېلو د پېښې پرضد د بنو سره د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجي مظاهرې هم پېل شوې وې.
پرون په 28 مارچ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين او د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ چې لاريون ته تلل، په لار کې نيول شوي او نن سهار يې ویلي وو چې دوی خوشي کړی شوي دي.
د پي ټي اېم د بنو مخکښ مشر صمد خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پي ټي اېم د جاني خېل قوم د ملاتړ دپاره د دوی سره احتجاجي پرلت او لاريون پېل کړی او چې قوم د حکومت سره خبرې وشوې دوی د قوم سره دي.