لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ ترکي خارجه وزیرانو افغانستان کې دامن په ټینګښت خبرې کړې دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دا ګڼي چې دافغان کشالې دائمي هواری دافغان مشرانو ترمنځ بشپړو سیاسي خبرو اترو کې پروت دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر د ویاند له مخې دتاجکستان پلازمینه دوشنبی کې دراجوړ نهم دایشیاء زړه استنبول پراسس کانفرنس په څنډه کې دترکي دبهرنیو چارو وزیر میولوت چاوس اولو سره ښاغلي شاه محمود قریشي لیدنه کړې اؤ ورسره یې دافغان ستونزې په شمول،پخپل منځي اړیکو اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې کړې دي.

په دوشنبی کې دافغان امن په اړوند دا دوه ورځنی کانفرنس پرون د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې پیل شوی چې په قطر کې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې روانې خبرې د مشکلاتو ښکار دي اؤ هیڅ رقم واضحه پرمختګ پکې نه کیږي.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به افغانستان اؤ ټوله سیمه کې دامن دپاره خپلې دجوړجاړي هڅې دوامداره ساتي.

دواړه مشرانو داستنبول کانفرنس دافغان امن دپاره یو غوره ګام ګرځولی اؤ هېله یې ښکاره کړې ده چې له دې لارې به دافغانستان دننه د جوړجاړي اؤ امن هڅې نورې هم پیاوړې شي.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان اؤ ترکي خپلو کې ژورې د رورولۍ اړېکې لري چې دهغې اساس یو رقم مذهبي اؤ کلتوري قدرونه دي اؤ لوړې کچې د تزویراتي تعاون کونسل د جوړښت سره دا اړېکې په سټراټیجک شراکت دارۍ بدلې شوې دې.

دپاکستان دخارجه دفتر بیان کې ویل شوي چې دلېدنې په مهال دترکي دبهرنیو چارو وزیر هم دافغان سولې په عمل کې دپاکستان هڅې ستایلي دي اؤ سیمه کې دامن اؤ سلامتۍ دپاره یې دترکي لخوا د هر رقم ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د ایشیاء زړه استنبول پراسس تنظیم پنځلس غړي هیوادونه لري چې هغې کې افغانستان،اذربایجان،چین،هند،ایران،قزاقستان،قرغزستان،پاکستان،روس،سعودي عرب،تاجکستان،ترکي،ترکمنستان،متحده عرب امارات ،اؤ ازبکستان شامل دي ،

ددې ترڅنګ دامریکې،برتانیې ، جرمني اؤ کاناډا په ګډون ۱۷ هیوادونه ددې تنظیم په هر کانفرنس کې د مبصرینو په توګه ګډون کو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG