لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خېلو د وژل شوؤ زلمیو کورنۍ وایي دحکومتي تړون عملي کیدو کې یې هیڅ پرمختګ نه دی لیدلی


دبنو په جاني خیلو سیمه کې د وژل شوؤ ځوانانو کورنۍ وایي دخپلو مړو خاورو ته دسپارلو نه وروسته ورپسې حکومت د مرستو پیسې ورلیږلي دي خو هغوئ حکومت ته ویلي چې د دوئ احتجاج دپیسو دپاره نه بلکې دهغو خلکو دقانون منګولو ته سپارلو اؤ ورته د سزا ورکولو دپاره ؤ چې د دوئ تنکي ځوانان یې وژلي دي.

دجاني خیلو دمذاکراتي کمیټې غړي وایي د اتوار په ورځ یې بیا دمشرانو جرګه رابللې ده اؤ په دې جرګه کې به ددې خبرې جاج واخلي چې حکومت ورسره دخپل تړون ژمنو باندې څومره عمل کړی دی.

د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22 نېټه موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو،

د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دا هلکان د موندلونه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

ددغو هلکانو د وژنې په ضد جاني خیلو ترڅو ورځو په بنو کې احتجاج کړی ؤ اؤ اوړمه ورځ اسلام اباد ته په داسې حال کې داحتجاج دپاره روان شوي وؤ چې خپل مړي یې هم ځان سره اخستي وؤ خو وروسته صوبایي حکومت د دوئ ټولې غوښتنې ومنلې اؤ هغوئ خپل احتجاج ختم کړی ؤ.

په وژل شوؤ هلکانو کې د یو تن پلار زر نواز د نهې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې دوئ دخپل زوئ مړی کور ته دښخولو په غرض راوړو نو ورپسې دحکومت لخوا د 25لکو روپو یو چیک هم راغلو.

هغه وایي دوئ دخپل زوئ په وژنه احتجاج د پیسو یا چیک دپاره نه ؤ کړی بلکې غوښتنه یې سیمه کې دامن په پځائ کولو اؤ دې پېښه کې دککړو کسانو معلومولو ورته د سزا ورکولو دپاره وه.

هغه وایي “مونږ چې اسلام اباد ته دځان سره خپل مړي وړل نو غوښتنه مو داوه چې په دې پېښه کې څوک ککړ دي هغه به راته په ګوته کولی شي اؤ حکومت راسره د ددې کسانو دمعلومولو اؤ په سزا د رسولو ژمنه هم کړې ده، خو تر اوسه دا معلومه نه کړل شوه چې دې پېښه کې څوک ککړ دي؟”

نوموړي وویل اوس پولیس د دوئ کورونو ته ورځی،کله ترې دمړو جامې غواړي ،کله نور شیان خو دوئ ورته وایي چې مونږ ته باید دې پېښه کې ککړ کسان په ګوته کړل شي.

زر نواز وایي هغوئ تراوسه په غم کې ککړ دي ځکه چې نه ده ورته معلومه چې زوئ یې په کومه ګناه وژل شوی دی؟

هغه وایي لا د وژل شوي زوئ دفاتحې مراسمو کې بوخت دی اؤ نه ده ورته معلومه چې دوئ سره کوم تړون شوی هغه تر کومه حده عملي شوی خو وایي د دوئ مقصد هیڅکله مراعات اخستل نه بلکې پېښه کې ککړ کسان معلومول او دقانون منګولو ته راکش کول وؤ اؤ په دې لړ کې یې لا هیڅ رقم پرمختګ نه دی لیدلی.

د جاني خیلو مشرانو اؤ حکومت ترمنځ شوي تړون کې دا خبره منل شوې چې د وژل شوؤ څلور زلمیو د وژنې به روڼ انده پلټنې کولی اؤ په دې پېښه کې لاس لرونکو ته به کوټلې سزا ورکولی شي.

تړون کې راغلي چې راتلونکي کې به هم دداسې رقم پېښو په ضد سخت ګامونه اخستل کیږي.

دحکومت دخبرو اترو دپاره دټاکل شوې کمیټې یو غړي ملک مویز وي او ای ډیوه ته ویلي دوئ سره حکومت تړون کړی اؤ غوښتنې یې ورله منلي چې دهغې وروسته دوئ خپل مړي خاورو ته سپارلي خو نن دریمه ورځ ده چې دوئ سره بیا حکومت هیڅ رقم رابطه نه ده کړې چې غوښتنې یې ترکومه حده عملي کړل شوي دي؟

هغه وویل د راتلونکي اتوار په ورځ دجاني خېلو دقام یوه جرګه بیا رابلل شوې ده اؤ دهغوئ نه به صلاح مشوره اخلي چې د دوئ په غوښتنو عملي کولو څومره کار شوی دی اؤ باید دوئ راتلونکی ګام څه واخلي؟

ملک مویز وایي هغه ته هم معلومه شوې ده چې پولیس د وژل شوؤ کورنیو کورونو ته ورغلي دي اؤ د هغوئ نه تپوس پوښتنې کوي خو نوموړی وایي چې د هغوئ غوښتنه سیمه کې دامن پځائ کولو ده اؤ غواړي چې سیمه کې باید د ښو اؤ بدو وسله والو توپیر ختم کړل شي.

هغه وایي دوئ حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمه دې د هر رقم وسله والو نه پاکه کړل شي خو تر اوسه ورته داسې هیڅ په نظر نه راځي چې دهغوئ په غوښتنه څه کار شوی وي

سیمې نه دپولیسو وي او ای ډيوه ته ویلي چې هغوئ دپېښې پلټنې پیل کړي، د وژل شوؤ هلکانو د کورنیو اؤ سیمې څخه ددې پېښې په اړه تفصیلات راټولوي اؤ زر به یوې نتیجې ته ورسیږي.

پولیس وایي هرکله چې ددې پېښې پلټنې وشي نو پېښه کې ککړ کسان بیا دقانون نه نه شي خلاصیدی اؤ زر به ونیول شي.

په عین حال کې امنیتی‌ سرچینې وایي چې ددې پېښې نه وروسته ځینې هغه لادرکه کسان کورونو ته رسیدلي چې دسیمې مشرانو یې نومونه انتظامیي اؤ حکومتي مشرانو ته سپارلي وؤ.

سرچینې وایي تر اتیاؤ پورې دلادرکه کسانو نومونه جرګې حکومت ته ورکړي وؤ چې هغوئ کې ځینې هغه کسان خوشې کړل شوي چې په ضد یې دڅه جرم ثبوتونه نه وؤ اؤ وایي نور دمعمولي نوعیت په تورونو کې بندي کسان به هم زر خوشې کړل شي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG