لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې دڅلورو غېر قانوني ایف ایم ریډیوګانو د تړلو امر شوی


په قبائیلي ضلعه باجوړ کې ځايي انتظاميې دڅلورو اېف ايم ريډيو چېنلو د تړلو امر کړی دی.

چارواکي وایي دغه چېنلو د ريډيو دخپرونو بشپړ قانوني اسناد په لاس کې نه لرل ځکه يي ددې دتړلو امر کړی دی.

څيړونکي وايي په قبائيلي ضلعو کې وړاندې هم د غېر قانوني ايف ايم چېنلو د لارې وسله والو او سخت دريځه تنظيمونو خپل پروګرامونه خپرول او په دې حکومتي نظر ساتلو سره به د غېرقانوني ايم چېنلو مخه ونيول شي.

د باجوړ مرستيال کمشنر فضل الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل دغه چېنلو سره د پاکستان ميډيا ريګولېټري اتهارټې (پېمرا) قانوني اسناد نه وؤ او د ډپټي کمشنر په امر يي د چارشنبې د ورځې ماسپښین پورې دوه چېنلې تړلي او ترماښام به نورې دوه چېنلې هم وتړل شي۔

ځايي خلک وايي په دغه څلورو ايف اېم چېنلو کې په دوؤ د روانو چارو،کلتور او ټنګ ټکور پروګروامونه نشر کيدل ولې په نورو دوو به مذهبي پروګرامونه خپريدل .

يو ځايي خبريال بلال ياسر ډيوه ته وويل دغه چېنلو ګڼ شمېر اوريدونکي لرل.

په قبائیلي ضلعو او دخېبر پښتنونخوا په نورو سیمو کې دا مهال د غېرقانوني ايم چېنلو کره شمېره نه ده معلومه خو دې نه وړاندې په سوات کې د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر مولا فضل الله د غېر قانوني ايم چېنلو د لارې تبليغات کول.

دغسې خيبر،باجوړ او نورو سيمو کې به هم په تېرو وختونو کې وسله والو غیر قانوني ايف چېنلې کارولې،

په دې وروستيو کې د داعش يا ائي ایس ايف چېنل خپرونې هم په پښتو ژبه کیدلې خو خلک وايي دغه خپرونې اوس د ډيرې مودې نه نه اوريدل کيږي۔

څيړونکی او خبريال شمس مومند وايي دغېر قانوني ايف ايم چېنلو د لارې به په تېرو نزدې وختونو کې وسله والو خپل تبليغات کول او خلکو ته يي پرې دړکې ورکولې.

وي او ای ډیوه ته نوموړي ویلي بايد هغه ټولې چېنلې بندې کړل شي کومې چې غېر قانوني دي.

په پاکستان کې د ايم چېنلو د پاره لائسنس د پېمرا لخوا ورکړل کيږي او د لائسنس ترلاسه کولو وروسته هره کمپني کولی چې خپل نشريات پيل کړې۔

په قبائېلي ضلعو کې هم په دې وروستيو کې د خېبر پښتونخوا حکومت د پينځو ايف ايم چېنلو جوړولو اعلان کړی، چې باجوړ، کرمه،وزيرستان او مومندو کې یې خپل څو ساعته نشريات پېل کړي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG