لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ پارلیمان ته په خیبر پښتونخوا صوبه یوازې د"پښتونخوا"نوم اېښودلو قانوني مسوده وړاندې کړې


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي محسن داوړ دخیبر پښتونخوا صوبې دنوم نه د “خیبر “لرې کولو اؤ پرې یوازې د “پښتونخوا” نوم اېښودلو په اړوند قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده .

محسن داوړ وایي پښتونخوا ددې خاورې تاریخي نوم دی اؤ صوبایي اسمبلۍ هم دوه وارې د پښتونخوا دنوم قراردادونه منظور کړي دي ځکه نو دپښتنو په صوبه باید یوازې پښتونخوا نوم کېښودل شي.

د زیارت په ورځ دمحسن داوړ لخوا مرکزي پارلیمان ته د وړاندې کړل شوې قانوني مسودې له مخې دهیواد په دستور کې د اتلسم بدلون نه وروسته په صوبه “سرحد” نوم بدل کړل شوی اؤ په خیبر پښتونخوا نوم پرې اېښودل شوی خو اوس هم دې صوبه دخپل نوم اخستلو پځاي کی پي کی ویل کیږي اؤ اخستل کیږي.

قانوني مسوده کې راغلي چې باید په صوبه یوازې پښتونخوا نوم کېښودل شي ترڅو هر څوک دې ته خپل خپل نوم واخلي اؤ ولیکي اؤ دصوبې پېژندګلو ژوندۍ پاتې شي.

حکومت ددې قانوني مسودې سره هیڅ رقم مخالفت نه دی ښودلی اؤ دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر دا قانوني مسوده قائمه کمیټۍ ته لیږلې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ ویلي په تاریخي توګه ددې صوبې شناخت د”پښتونخوا” په توګه دی اؤ خیبر پښتونخوا اسمبلۍ نه هم دوه ځله د پښتونخوا د نوم قراردونه منظور شوي وؤ خو دهغې باوجود اتلسم ائیني ترمیم کې په صوبه “خیبر پښتونخوا “نوم اېښودل شوی دی.

هغه وایي مخکې به دې صوبې ته سرحد یا این ډبلیو ایف پی نوم اخستل کیدو اؤ لیکل کیدو اؤ اوس چې یې خیبر پښتونخوا نوم دی نو کی پي‌ کی یا کی پي ورته لیکل کیږي اؤ ویل کیږي چې دا نوم هیڅ معنا نه لري اؤ نه دپښتنو دصوبې شناخت اؤ غوښتنه ده.

هغه وایي پارلیمان ته یې په صوبه یوازې دپښتونخوا نوم اېښودلو قانوني مسوده ددې غرض دپاره وړاندې کړې چې یو خو ددې خاورې تاریخي حیثیت اؤ پېژندګلو پځائ شي اؤ بل که پښتونخوا د صوبې نوم شي نو څوک به یې هم غلط لیکلی اؤ ویلی نه شي.

نوموړي وویل اوس به په دې قانوني مسوده قائمه کمیټۍ کې بحث کیږي اؤ چې کله هلته منظوره شي نو بیا به دپارلیمان څخه په درېوؤ کې د دوؤ برخو په اکثریت سره منظورولی شي.

دخیبر پښتونخوا صوبې نوم په کال 2009م کې داتلسم ائیني ترمیم دلارې بدل کړل شوی ؤ اؤ هغه مهال هم دصوبې دپاره یوازې پښتونخوا نوم پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ؤ خو په دې نوم مسلم لیګ نواز نیوکې کړې وې اؤ ورسره یې دخیبر نوم هم تجویز کړی ؤ چې وروسته یې پارلیمان دخیبر پښتونخوا په توګه منظوري ورکړې وه خو اوس زیاتره په مطبوعاتو اؤ مکتوباتو کې دې صوبې ته دخیبر پښتونخوا پځائ کی پي کی یا کی پي نوم کارؤل کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG