لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېرکال پاکستان کې د رایې په څرګندؤلو قدغنونه نور هم سیوا شوي،رپورټ


د اروپایي اتحادیې او نورو غیر دولتي ادارو په اشتراک دې رپورټ کې راغلي چې تېر کال د مطبوعاتو سره تړاؤ لرونکي اته کسان وژل شوي،36 خبريالان د کار په مهال د تشدد سره مخامخ شوي او 10 خبریالان په حراست کې هم اخستل شوي دي.

مېډيا مېټرز فار ډېموکرېسي نومې غېر دولتي سازمان پخپل څېړنيز رپورټ کې ويلي چې په کال 2020م کې د پاکستان دننه د رایې څرګندؤلو د ازادۍ صورتحال لا نور خراب شوی دی.

د پاکستان فريډم اف اېکسپرېشن رپورټ کال 2020م د سرخط لاندې دې رپورټ کې ویل شوي چې د رایې د اظهار په معامله کې پاکستان په 100ؤ کې 30 نمبرې ترلاسه کړي.

د اروپایي اتحادیې او نورو غیر دولتي ادارو په اشتراک دې رپورټ کې راغلي چې تېر کال د مطبوعاتو سره تړاؤ لرونکي اته کسان وژل شوي،36 خبريالان د کار په مهال د تشدد سره مخامخ شوي او 10 خبریالان په حراست کې هم اخستل شوي دي.

دپاکستان مرکزى حکومت دې رپورټ ته لا کوم جواب نه دی ویلې خو په دې وروستیو کې وزير اعظم عمران خان او حکومتي چارواکو د اظهار په ازادۍ د قدغنونو خبرې رد کړي او وايي چې په پاکستان کې مطبوعات د غربي هېوادونو نه هم زيات ازاد دي.

دا رپورټ چې د مېډيا مېټرز فار ډېموکرېسي غېر دولتي ادارې ،پاکستان پرېس فاونډېشن، دي سېنټر فار پيس اېنډ ډوېلپمنټ انشي اېټيو او اروپايي اتحاد په ګډه تیار کړی وايي کال 2020 کې د کرونا وبا له کبله که یو خوا صحافيان، د رایې د اظهار ازادۍ لپاره کار کونکي او ادارې د ستونزو سره مخ شوي نو بلخوا حکومتي قوانینو هم د رایې د اظهار تله لا نوره په لاندې راوستې ده.

رپورټ کې د حکومتي ادارو لخوا د اظهار په ازادۍ د قدغن لګوونکيو قوانینو یادونه هم شوې او وايي پېمرا او پاکستان ټېلي کميونيکشن اتهارټي ان لاین د رایې په اظهار اکثر صوابديدي قدغنونه لګولې دي.

له دې مخکې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړه خپل کليز رپورټ کې ویلي وؤ که څه هم د پاکستان دستور د رایې د اظهار ضمانت ورکوي خو ددې باوجود په کال 2020م کې هم پاکستاني مطبوعات د يوشمير بندیزونو سره مخ وؤ او حکومت د خبريالانو، مديرانو او د اخبارونو مالکانو په ځورونو کې د ککړو تنانو پرضد اقداماتو کې ناکامه شوی.

پاکستان کې د صحافيانو دمرکزي تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سیکتر ناصر زېدي ډيوه ته وايي پاکستان کې د اوږدې مودې راهیسې د صحافيانو پرضد د تشدد، قتل او تښتونو پېښې کېږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د صحافيانو پرضد دالیکټرونکي جرمونو د مخنیوي قانون کارول کېږي او د پلټنو مرکزي اداره ایف ايي ای دوئ ته نوټسې ورکوي او نيسي یې هم.

د الیکټرونکي جرمونو د مخنیوي قانون پېکا لاندې ددغه شان يوې مقدمې سره مخ پاتې شوی خبريال اسد علي طور ډيوه سره خبرو کې وايي دا مقدمې د صحافيانو د ویرولو او هغوئ په ډاګیز ډول د رایې د اظهار نه منعې کول دي.

هغه وایي دا انفرادي عمل نه دی، دا هرڅهد يوې تګلارې لاندې کېږي او دا عمل په منظم ډول د ډېر مخکې نه راروان دی.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د هېواد دصحافيانو ژوند او معاش ته د ورپېښو خطرو په سر د اپریل په میاشت کې د کوټې نه اسلام اباد ته د احتجاجي لاريون اعلان هم کړی دی.

د صحافيانو نړیوال تنظيمونه هم پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد ګرځوي او راپورونه وايي چې د کال 2002م راهیسې په پاکستان د 130 نه زيات صحافيان وژل شوي چې نه خو یې قاتلان مالوم شوي او نه چاته سزا ورکړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG