لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجج د وژنې مقدمه کې د شکیل اپریدي د وکیل لطیف اپریدي نوم شاملولو ته قانون پوهان څنګه ګوري؟


قانون پوهان وائي دسوات دترهګرۍ ضد محکمې دجج د وژنې مقدمه کې د نومیالي قانون پوهه عبداللطیف اپریدي اؤ دهغه د زوئ دنومونو شاملولو بې پلوه اؤ رڼې پلټنې پکار دي .

تر دې وړاندې د القاعده دمشر اسامه بن لادن په معلومولو کې دتورن شکیل اپریدي یو وکیل سیمع الله اپریدی وژل شوی اؤ قانون پوهان وایي اوس باید معلومه کړل شي چې کوم دریم فریق دشکیل اپریدي بل وکیل عبداللطیف اپریدی خو دقانوني شخړې دلارې نه په نخښه کوي؟

دوه ورځې وړاندې په صوابۍ سیمه کې د سوات دترهګرۍ ضد محکمې یو جج افتاب اپریدي اؤ دهغه دکورنۍ درې نور غړي په یو وسله وال برید کې وژل شوي وؤ چې وروسته دهغه د وژنې مقدمه کې دپاکستان دسپریم کورټ بار ایسوسي ایشن د صدر عبداللطیف اپریدي اؤ دهغه د زوئ دانش اپریدي نومونه هم شامل کړل شوي دي.

قانون پوهان وايي عبدالطیف اپریدی نه يوازې د پاکستان د سپريم کورټ دوکیلانو داتحادیې مشر دی بلکې هغه يو داسې ستر قانون دان دی چې په هر دور کې یې د جمهوريت،دائين دسرلوړۍ او د عدليې د ازادۍ د پاره غږ پورته کړی او په ځانګړې توګه د ترهګرو دمرستندویه ادارو خلاف ښه په ډاګه تنقيد کوي.

مهمه خبره دا ده چې دا وخت هغه د ترهګرې شبکې القاعده دمشر اسامه بن لادن په لټون کې دامريکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای سره دمرستې کولو په تور کې دنیول شوي د ډاکټر شکيل اپريدي وکيل هم دی.

په کال ۲۰۱۵ کې د ډاکټر شکيل اپريدي پخوانی وکيل سمیع الله اپريدي محکمې ته دتګ په مهال په لاره د وسله والو لخوا وژل شوی ؤ.

دصوابۍ پېښه کې وژل شوی جج افتاب اپريدي هم د سميع الله اپريدي سکه د تره زوئ دی اؤ‌ څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې ایا دا ځل د ډاکټر شکیل اپريدي يو بل وکيل لطیف اپريدي هم ديوې قانوني شخړې د لارې په نخښه کړی شوی دی؟

د ډاکټر شکیل اپريدي يو بل وکيل قمر نديم دا خبره نه رد کوي او وايي دا هم کېدی شي چې څوک درېم فريق د دې هر څه نه ګټه اخلي.

هغه وايي پکار ده چې ددې افسوناکې پېښې له هره اړخه پلټنې وشي.

وي او ای ډيو سره خبرو کې وکیل قمر ندیم ویلي "دا خبره هم تر څه حده سمه ده چې سميع الله اپريدي هم د ډاکټر شکیل وکيل ؤ او لطیف اپريدي هم د ډاکټر شکیل وکيل دی،خو بل اړخ ته چې وګورو نو دا دواړه خپلو د تره زامن هم دي. رشته دار دي او نزدې خپلولۍ يې دي. نو مونږ د يو درېم پټ لاس کردار هم نه شو رد کولی"

هغه وویل "په دې پېښه کې دذاتي او خانداني دښمني عنصر هم نه شي رد کیدی. دا دواړه محرکات د وکيلانو په ذهن کې شته چې ایا دا د شکيل اپريدي د وکالت په وجه خو نه دي شوي؟"

نوموړي وکیل وویل چې ترڅو سائنسي طريقې سره ددې پلټنې نه وي شوې نو تر هغې پورې هيڅوک هم په بشپړ باور سره څه نه شي ویلی.

عبداللطیف اپریدي د وژل شوي جج د زوئ لخوا دخپل پلار د وژنې مقدمه کې دهغه دککړتیا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دی به دپېښې پلټنو کې قانوني ادارو سره کوټلې مرسته کوي.

دپاکستان سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن د ایف ايي ار نه د عبدالطيف اپريدي او د هغه د زوئ د نومونه ويستلو غوښتنه کړې ده او بل طرف ته د خېبر پښتونخوا بار ايسوسي اېشن يا د وکيلانو سازمان تېره ورځ د احتجاج په توګه کاربندیز هم کړی ؤ.

د خېبر پښتونخوا د وکيلانو د تنظیم يو غړی سيد مبشر شاه ددې پېښې په اړوند وي او ای ډيوه ته ووېل"د جج افتاب اپريدي او د هغه د کورنۍ نورو غړو وژنه په هر لحاظ سره غیرانساني، غیرقانوني او دپښتونولۍ د رواياتو خلاف دی.

خو هغه وایي دعبدالطيف اپریدي نوم په دې مقدمه کې شاملول هم دغور خبره ده ولې چې د لطيف اپريدي دجمهوريت، ازادې عدليې او د ائين د سرلوړۍ د پاره خدمات د چا نه پټ نه دي.

نوموړي وویل"دپاکستان تفتيشي ادارو له پکار دی چې د هرې زاويې نه ددې ناوړه پېښې پلټنې وکړي چې ایا د دې جرړې تر ترهګرۍ خو نه رسیږي او که نه نور څه داسې حالات دي چې دا پېښه وشوه. او يا د بار او بېنچ په مينځ کې د یو درز پیدا کولو کوشش دی"

قانون پوهان وايي پکار ده چې حکومتي ادارې ددې پېښې صفا پلټنې وکړي ترڅو معلومه شي چې دې پښې نه په استفاده خو هغه ستر قانوندان (لطیف اپریډي) ته څوک لومې غوړول نه غواړي چا چې تل دترهګرۍ اؤ‌ ترهګرو په ضد غږ پورته کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG