لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو سازمانونه:عمران خان دې دښځو په اړه پخپل بیان بخښنه وغواړي


د پاکستان د بشري حقونو کمیسون ایچ ار سي پي او د ښځو ایکشن فورم پشمول یو شمیر دبشري حقونو ډلو د وزیراعظم عمران خان له اړخه د جنسي تیریو په اړه بیان نامناسب،دحقیقت څخه لرې ،حساس او خطرناک بللی دهغه څخه یې غوښتنه کړې چې پخپل دغه بیان دقام نه بخښنه وغواړي .

دبشري حقونو سازمانونو د حکومت له اړخه دجنسي دتیریو معاملې ته د جرم په توګه د کتلو او ددې د مخ نیوې دپاره دګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان دبشري حقونو کمیسون ایچ ار سي پي د یوه بیان د لارې د وزیر اعظم دغه بیان د جنسي تیرو د ځپلو سپکاوی ګرځولی او ویلې یې دي د حیرانې خبره ده چې جنسي تیری کله ،چرته، ولې او څه رنګه کیږي ددې تور د جنسي تیریو پرځپلو لګول کیږي.

وزیراعظم عمران خان په تیرو ورځو کې دټیلي فون د لاري د ولس د پوښتنو د ځوابونو په مهال ویلي وؤ چې په ټولنه کې خوریدونکې بې حیایي په ټولنه اغیز لري.

هغه ویلي وؤ ددغه رقم پېښو یوازي قانوني مقابله نه شي کولی بلکې ددې په ضد به ټولنې ته په ګډه جنګ کول وي.

وزیراعظم عمران خان دا هم ویلې وؤ چې دین کې د پردې داحکاماتو ترشا هم دغه فلسفه ده چې کورني نظام ته تحفظ ورکړل شي.

د وزیراعظم په دغه بیان په ټولنیزه رسنیو کې سختې نیوکې مخې ته راغلې دي اؤ په هیواد کې په څه سیمو کې احتجاجونه هم شوي دي.

دښځو ایکشن فورم د بشري حقونو د نورو ډلو سره په ګډه یو لاس لیک شوي بیان کې د وزیراعظم عمران خان څرګندونې د حقیقت څخه پرته، حساسې او خطرناکې بللې دي او د وزیراعظم څخه یې د ټولو پاکستاني ښځو څخه د معافۍ غوښتلو غوښتنه کړې ده.

ددغه بیان لاسلیکوونکې د بشري حقونو کارمنده فرزانه باري وایي په پاکستان کې کله هم چې د فحاشۍ یا بې حیایۍ خبره راځي نو زمونږ په ټولنه کې د ښځي سره تړل کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي په ټولنه کې اخلاقي کمزورۍ شته چې له سببه یې دڅلورو او پنځوؤ کالو دماشومانو سره هم جنسي تیری کیږي

هغه وایي د ټولنې دغه خرابۍ پکار ده چې د ښځو د پردې سره ونه تړل شي.

د بشري حقونو کارمند جبران ناصر وایي جنسي تیری د راپارولو څخه نه وي بلکې دا د طاقت څرګندونه ده.

دهغه په وینا "جنسي تیری ظلم دی چې ورڅخه یوازې ښځې نه بلکې ماشومان او کمزوري نارینه هم ځپل کیږي"

ډیوه سره خبرو کې جبران ناصر ویلي دجنسي تیرو مخه هغه وخت نیول کیدی شي چې ټولنه کې د سزا او احتساب وېره وي .

"که چري د جنسي تیرو پېښو کې تورن کسان زمونږ د نظام له سوبه د دغه ویرې څخه ازاد کړل شي نو دغه ظلم د هر کمزوري تن سره کیدی شي"

دماشومانو دحقونو د پاره دکارکونکې ادارې ساحل لخوا په کال2020م کې د خپرو شوؤ شمیرو ترمخه په هیواد کې په تیر کال کې 1489 ماشومانو سره د جنسي تیرو مقدمې درج شوي دي‌ چې پکې 785 أنجوني او 704 هلکان دي.

د راپور تر مخه تورن کسانو کې د اکثرو تعلق د ځپل شوو کورنیو سره وي.

د سرکاري شمیرو تر مخه په پاکستان کې تیر کال هره ورځ 11 دجنسي تیریو پېښي مخې ته راغلې دي خو چارواکي دا خبره هم منې چې اصل شمیري تر دې هم ډیري زیاتي دي.

د وار اګینسټ ریپ یعنې د جنسي تیریو په ضد جګړه نومې سازمان تر مخه د جنسي تیریو په مقدمو کې یوازې درې فیصده کسانو ته سزا ورکول کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG