لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان دپارلیماني پلاوي الوتکه دامنیتي ګواښونو له امله په کابل کوزیدو ته نه ده پرېښودل شوې


افغانستان ته دپاکستان د قامي اسمبلۍ د سپيکر اسد قیصر سفر د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوی دی.

دافغانستان لپاره دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي د اسد قیصر الوتکه د کابل په هوايي مېدان د کوزېدو په حال کې وه چې ورته د کنټرول ټاور څخه وویل شول چې هوايي ډګر د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوی دی.

ښکاره دې وى چې د پاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر نن د زيارت په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې رئیس یا دقامي اسمبلۍ اسپيکر مير رحمان رحماني په بلنه د نهه کسيزه پلاوي سره د افغانستان په درې ورځني سفر تلونکې ؤ.

ددې سفر مقصد د دواړو هېوادونو ولسونه د خپل مينځي اړيکو، تجارت، سرمایه کارۍ او د سیمه ایز امن په ګډون بېلابېلو چارو کې يو بل ته لا نور نزدې راوستل وؤ.

دافغانستان لپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د دورې د نوې نېټې اعلان به د دواړو هېوادونو په مشاورت بيا کولی شي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قیصر به دخپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د ولسي جرګې ريس مير رحمان رحماني، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د تجارت د وزير په ګډون د مهمو افغان سياسي او دولتي مشرانو سره ليدل کتل کول.

د کابل په سفر د روانېدو نه مخکې د اسلام اباد په هوايي ډګر مېډيا سره خبرو کې دښاغلي اسد قیصر وېنا وه دا د خېر سګالۍ دوره ده او هغه ګڼي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تعلقاتو نوی دور شورو شوی دی.

هغه وویل په دې سفر کې به مونږ په تجارت او د لوظنامو په نېوي کولو خبرې وکړو.

راپورونه وايي دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ خپل منځي تجارت د يو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخامخ دی او ددې حجم اوس وخت په يو نيم بيلېنه ډالره ولاړ دی.

دپاکستان اؤ افغانستان د ګډې تجارتي خونې پخوانی مشر دارو خان ډيوه ته وايي دا تجارت نور سېوا کېدی شي خو که د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت د سياسي معاملاتو نه جلا وساتل شي.

هغه وايي تجارت د پينځه بيلېنه ډالرو پورې د زياتېدو صلاحیت لري او چې کله کال 2010م کې د ټرانزټى سوداګرۍ تړون وشو نو د هغې نه وروسته 2015 پورې ددې پينځوو بيلېنه ډالرو ته د رسولو هدف مقرر کړی شوی ؤ. خو تر اوسه دا راښکته شوی دی ولې په بره لا نه ړو.
هم دا راز افغان تاجر او د پاکستان افغانستان د ګدۍ خونې يو بل غړې خان جان الکوزي وايي هغوي د ټرانزټى او دوه اړخیزه تجارت زياتولو او ددې په لار کې د ستونزو په اړه خپلې سپارښتنې حکومتونو ته ورکړى.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زمونږ خپل منځي تجارت د درې بيلونو ډالرو نه يو بيلیون ډالره هم راښکته شوی دی او هم دا شان ټرانزټي تجارت دکراچۍ دلارې په سلو کې پنځوس فیصده کم شوی دی.

دهغه په وینا ددې کمي علت دا دی چې هلته دافغان تاجرانو څخه زيات ضمانتونه غوښتل کېږي او ټرانزټي بر خورد زمونږ د مالونو سره نه کېږي.

افغانستان ته د روانېدو نه مخکې اسد قیصر په ټوېټر ليکلي وؤ چې پاکستان به د افغانستان سره د سرمايه کارۍ او نقل وحمل په چارو کې په موجودو ستونزو هم خبرې کوي او په ځانګړي ډول د افغانستان پانګه اچونکو ته به دخېبر پښتونخوا د رشکۍ په اقتصادي زون کې د سرمايه کارۍ ډاډ ورکوي.

دپاکستان د قامي اسمبلۍ د سپيکر سره په پلاوي کې د افغانستان لپاره د وزير اعظم عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د قامي اسمبلۍ يو شمېر نور غړي هم شامل وو

صادق خان وايي د دورې نوې نېټه به د افغانستان سره د صلاح ا مشورې وروسته بیا اعلانوي

XS
SM
MD
LG