لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو سیمو کې دې امن پځائ اؤ دپي‌ ټي ایم بندي مشران دې خوشې کړل شي،دپي ټي‌ ایم غوښتنه


د واڼا په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پشتین اؤ محسن داوړ غوښتنه کړې ده چې د علي وزیر په ګډون د پی ټي ایم ټول نیول شوي فعالین دې خوشي اؤ دپښتنو سیمو کې دې امن پځائ کړل شي.

د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې دجمعې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ لیوه لویه ولسي جلسه شوې چې د سیمې نه پکې په زرګونو خلکو برخه اخستې ده.

غونډې ته د وینا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وویل د پاکستان په قامي پارلیمان کې د سیمې نه د خلکو منتخب استازی او د غورځنګ مخکښ مشر علي وزير، پروفیسر اسماعیل، حنیف پښتین او نور بندیوان غړي دې خوشې کړل شي او په جنوبي او شمالي وزيرستان او نورو پښتون میشته سيمو کې دې امن پځائ کړل شي.

دې جلسې ته د پاکستان په میډیا کې ځائې نه ؤ ورکړل شوی او دجلسې په مهال په سیمه کې موبایل او انټرنیټ هم تړل شوي وؤ.

خو د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د جلسې د امنيت لپاره يې نزدې ۲۰۰ نه زیات پوليس سرتیری د امنیت لپاره ځائ پر ځائ کړي وؤ. او د جلسې تر پایه یې ژغورنه کوله.

دغورځنګ مشر دمنظور پښتين او د قامي اسمبلۍ دبل غړي او د پي ټي اېم دمخکښ مشر محسن داوړ تر څنګ له يو شمېر نورو سيمو نه هم دپي ټی ایم مشران واڼا ته رسېدلي وؤ.

منظور پښتین جلسې ته وینا کې وویل چې په پښتونخوا کې د ژوند له ټولو برخو څخه خلک چې له ډیرو کلونو راهیسې په تیاره کې ډوب دي ، د دولت له ظلم او ناروا سلوک څخه تنګ شوي دي.

هغه وویل دبې عدالتۍ پرضد او د بنیادی انساني حقونو لپاره غږ پورته کونکي د غورځنګ ځنې کسان چې زندانونو کې بندیوان دي موږ یې نیونې په کلکه غندو او دخپلو غړو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کوو .

د منظور پښتین په خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د هدفي وژنو په ضد غږ پورته کوونکی،دخلکو ناقانونه ورکیدو ، دماینونو پاکولو ، او دبې عدالته وژنو پرخلاف د ملک ائین سره سم غږ پورته کوونکی یو پرامنه تحریک دی. خو د دوئي پرضد په ریاستي کچه مقدمې جوړول کیږي او مشران اؤ فعالین یې زندانونو ته اچول کیږي.

د پی ټی ایم یو بل مخ کش مشر او د قامي پارلیمان غړي محسن داوړ وویل یو وارې بیا د یو سازش لاندې دې سیمې ته ناامني راوړل کیږي.

هغه زیاته کړه په دې خاوره بیا نا امني، انسان وژنې ،لا قانونیت ، ظلم ، هدفي وژنې ، د تورو شیشو ګاډو نه ډزې کول ، لوټل کول او د قامونو تر منځ جګړه هیڅ حالت کې د منلو وړ نه دي.


محسن داوړ زیاته کړه "مونږ په هر حال کې امن غواړو او دا د ریاست ذمه داری ده چې امن راکړي"

هغه وویل د سیمې ټول مشران باید د دې نا امنۍ په مخنیوي کې خپل کردار ولوبوي. او د ریاست نه پوښتنه وکړي تر څو چې خلک په خوشحالۍ ژوند تیر کړی.

دمحسن داوړ په خبره "پي ټي ایم د خلکو دښمن نه دی بلکې د هغو خلکو دښمن دی چې دا هیواد قبضه کوی او د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو نه د هغوئ حقونو غلا کوي. او د هغوي پرضد پي ټی ایم ایوه پرامنه او مؤثره مبارزه کوي"

محسن داوړ وویل چې دپي ټي ایم دنیول شوؤ نورو فعالانو ترڅنګ باید ایم این ای علي وزیر،حنیف پښتون ،اویس ابدال ، یوسف علي خان ، پروفیسور اسماعیل او نور باید ژر تر ژره خوشې شي.

دپاکستان حکومت د کراچۍ په جېل کې دقامي اسمبلۍ د بندي‌ غړي علي وزير په ضد د رياست په ضد د تقرير او غدارۍ مقدمه چلوي.

حکومت ديوسف علي خان، پروفيسر اسمعيل او د پي ټي ايم د زياتره نيول شوؤ غړو په ضد د اړي ګړي، ترهګرۍ او رياست په ضد د تقريرونو کولو په تور مقدمې درج کړې دي.

د پي ټي ايم دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دغه مقدمې د دوئ په ضد انتقام بللی او ویلي یې دي دعدالت د لارې په ناقانونه طریقه د دوئ د مبارزې مخه نیول کیږی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسه په داسې حال کې کړې چې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې دخلکو په خبره امنیتي حالات یو ځل بیا خراب شوي دي.

په دې سیمه کې نه یوازې هدفي وژنې،د ماین چاودنې او د بدامنۍ نورې پېښې کیږي هم دې سره د وسله والو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ یو پر بل دبریدونو رپورټونه هم وخت په وخت په مطبوعاتو کې مخې ته راځي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ مياشت کې جوړ شوی او دوئ د خلکو بې درکه کولو او دمحکمې ترشا د وژنو ودرولو، له قبايلي سيمو د ماينونو پاکولو او هلته د امنيت ټينګ ساتلو په ګډون يوشمېر نورې غوښتنې لري. او ددې تور دپاکستان په پوځ او امنیتي ادارو پورې کوي

دپاکستان حکومت او پوځ د ترهګرو سره د مرستو او په زوره د خلکو د اوچتولو په پيښو کې د پوځ د ککړتيا تورونه بيځايه بولي.

پوځ او حکومت دا دريځ هم خپلوي چې "د ترهګرۍ په ضد د زرګونو په شمېر د پاکستان امنيتي سرتیرو او عامو وګړو خپل ژوند قربان کړی دی"

پوځ په پي ټي ايم ب د افغانستان د استخباراتي ادارو نه د مالي مرستو اخستو او ددې په بدل کې په پاکستان کې د اړي ګړي جوړولو الزام هم لګوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG