لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې د کرونا د مخنیوي دپاره د سختۍ کولو ويل شوي، کرونا 100 نور مړه کړي


کرونا وايرس په پاکستان کې نور 100 تنه مړه کړي، پرون د کرونا له امله 105 مړه شوي وو. د خېبرپښتونخوا وزيراعلی په خلکو غږ کړی د کرونا څخه د ځان او نورو د ژغورنې احتياطی تدابير دې په سختۍ سره عملي کړي.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 15زره 329 ته رسېدلې ده. په ملک کې په تير شوا روز کې نور 5139 کسان په کرونا اخته شوي دي.

له دې وړاندې هم په 24 ساعتونو کې 5312 کسانو ته کرونا وايرس لګېدلي وو.

سرکاري شمېرې ښايي په تير شوا روز کې په ملک کې په کرونا وايرس اخته کسانو کې د 88 کسانو روغتيايي حالت سخت شوی دی.

ويل شوي دا وخت په کرونا وايرس اخته کسانو کې د 4204 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تېمور جګړا ویلي، په صوبه کې په تير شوا روز کې په نورو 1190 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

هغه ويلي په تیرو 24 ساعتونو کې په صوبه کې نور 33 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړې په پېښور، نوښار، مردان، بونير او کوز دیر کې اوس هم د کرونا پېښې زياتې مخې ته را روانې دي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان په خلکو غږ کړی چې د کرونا د مخنيوي دپاره په احتياطي تدابيرو په سختۍ سره عمل وکړي.

د سرکاری ميډيا ترمخه د نوموړي په مشرۍ په پېښور او د صوبې په نورو برخو کې د کرونا جاج اخستل شوی او هغه ویلي د کرونا د مخنيوي په لړ کې ولسي مرسته اړينه ده.

ويل شوي نوموړي چارواکو ته لار ښوونه کړې چې د کرونا د مخنيوي دپاره د حکومت لخوا جوړ احتياطي تدابير په سختۍ سره عملي کړي.

د خبر ترمخه غونډې ته ویل شوي چې په صوبه کې د اکسيجن ګېس هيڅ کمی نشته.

د دسمبر په مياشت کې د پښور په خېبرټيچنګ روغتون کې د اکسيجن ګېس د کمي له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي وو چې پکې پينځه په کرونا اخته وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG