لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پيپلز ګوند د پي ډي اېم نه استعفا ورکړه


پاکستان پيپلز ګوند د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) د ټولو عهدو څخه استعفا ورکړه.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري نن د ګل/دوشنبې په ورځ (12 اپرېل) په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې وویل، پيپلز ګوند د پي ډي اېم شوکاز نوټس يا د سپيناوي غوښتل ردوي او د پي ډي اېم د ټولو څوکيو څخه استعفا ورکوي.

په کراچۍ کې پرون د اتوار د ورځې راهسې د پيپلز ګوند د مجلس عامله غونډه روانه وه. او د غونډې وروسته بلاول بټو د مطبوعاتو سره خبرې وکړې.

هغه وویل په ګوند يې څوک خپلې فېصلې نه شي ورتپلی او زیاته يې کړه سياسي اتحاد د عزت او برابرۍ په اساس وي له دې وړاندې کله شوکاز نوټسې نه دي ورکړی شوي.

د پيپلز ګوند مشر وويل د عوامي نيشنل ګوند سره ولاړ دي او هغه د پي ډي اېم نه غوښتنه وکړه چې پي ډي اېم دې د پيپلز ګوند او عوامي نيشنل پارټۍ نه معافي وغواړي.

د روانې میاشتې په سر کې د پي ډي اېم عمومي سېکتر د مسلم ليګ ن شاهد خاقان عباسي د اې اېن پي او پيپلز ګوند نه د سپيناوي غوښتو ويلي وو.

ويل شوي وو د دغو دواړو ګوندونو نه سپيناوی غوښتی شوی وو چې په برني اېوان سېنېټ کې يې د اپوزيشن مشر جوړولو دپاره د بلوچستان عوامي ګوند نه ووټ ولې غوښتی وو.

په پينځم اپرېل عوامي نيشنل ګوند د پي ډي اېم په شوکاز نوټس جاري کولو د پي ډي اېم څخه د لارې جدا کېدو ويلي وو.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل وو.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف د حکومت په خبره مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته د لاريون (لانګ مارچ) اعلان کړی خو دغه لاريون بيا ځنډول شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG