لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واڼه کې د پي ټي اېم پرضد دوه مقدمې درج کړی شوي


د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرضد دوه مقدمې درج شوي او پوليسو د یو ځايي خبریال په ګډون شپږ کسان نيولي دي.

د جنوبي وزيرستان د پولیسو په یوه مقدمه کې ویل شوي چې په نهم اپرېل د جمعې په ورځ د پي ټي ایم مشرانو ولسي غونډې ته د ریاست او د ریاستي ادرو پرضد د کرکې وېناګانې کړې وې.

په بله مقدمه کې ویل شوي چې په غونډه کې د کرونا دپاره د جوړو حکومتي تدابيرو يا ایس او پیز سرغړونه شوې په دې مقدمه کې 38 کسان نومول شوي چې پکې د پي ټی اېم د غړو ترڅنګ یو ځايي خبریال او مشران هم شامل دي.

په واڼه کې په نهم اپرېل پي ټي اېم يوه ولسي غونډه کړې چې پکې د سیمې نه په لويه شمېره کې خلکو ګډون کړی وو.

غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشرانو د پاکستان په قامي پارلیمان کې د سیمې نه د خلکو منتخب استازي او د غورځنګ مخکښ مشر علي وزير، پروفېسر اسماعیل، حنیف پښتین او نورو بندیوان غړو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

دوی ويلي وو په جنوبي او شمالي وزيرستان او نورو پښتون مېشته سيمو کې دې امن په ځائې کړی شي.

پولیس وايي د پي ټي اېم پرضد مقدمه د انتظاميې په لارښوونه درج کړی شوې او کسان يې نيولي دي.

اخوا ته په واڼه کې نن خبریالانو د خبریال د نيولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې او په فوري توګه يې د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د واڼه خبریالانو چې په مټو يې تورې پتې تړلې وې، ويل يې د خبریال د نیولو په عمل سره د پریس کلب وقار ته زیان رسېدلې او د انتظامیې د هر ډول کورېج د نه کولو پریکړه یا بائیکاټ يې کړی دی.

د پرېس کلب صدر شهزاده وزیر وویل خبريال د پرېس کلب څخه نيول شوی او په دغه کار دې انتظاميه او پولیس معافي وغواړي.

شهزاده وویل نوموړی د پي ټي اېم د جلسې کوریج کولو وروسته د کرونا اېس او پیز سرغړونې په تور ګرفتار کړی شوی دی.

د پي ټی ایم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د دوی پرضد مقدمې جوړېدل نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم د دوی پرضد د قتل او د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې شوي دي، خو دوی په عدالتونو کې د مقدمو مقابله کړې او بري شوي دي.

هغه وویل د کرونا اېس او پیز زیاته سرغړونه په خپله حکومتي مامورین کوي او د دوی د غوښتنو پرضد د سرغړونې قانون د دوی د غلي کولو دپاره کارول شوی دی.

یو پوليس چارواکي چې خپل نوم یې نه څرګندولو وویل د مقدمو وروسته د ګرفتارو عمل پېل کړی شوی چې پکې د کرونا ایس او پیز سرغړونې په تور یې شپږ کسان ګرفتار کړي دي.

هغه وویل په نیول شوو کسانو کې یو ځائې خبریال علي خان هم شامل دی، د هغه په خبره په مقدمه کې نومول شوو د زیاترو کسانو تړاو د نورو علاقو سره دی او د هغو علاقو پولیسو ته هم خبرتیا ورکړل کیږي چې دا کسان د قانون منګلو ته راولي.

دغه پولیس چارواکي وویل د کرونا اېس او پیز سرغړونې اختیار د ځايي انتظامیې سره دی چې هغه یې خوشي کوي یا یې په بند کې ساتی یا کومه جرمانه پرې لګوي.

وي او اې ډيوه د جنوبي وزيرستان د انتظامیې سره د تماس هڅه کړې خو دانتظاميې د دفتر لخوا ورته ځواب شوی چې افسران د ځايي مشرانو ره په جرګه بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG