لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لبېک په څېر تندروه ډلې تشدد او انتها پسندۍ ته هوا ورکوي، فواد چودري


د پاکستان مرکزي وزیر فواد چودري ويلي، "د لبېک (تحریک لبېک پاکستان) په څېر تندروه ډلې د اسلام شناخت بدلول غواړي او تشدد او انتهاپسندۍ ته هوا ورکول غواړي د داسې هڅو ناکامه کول د هر مسلمان فرض دي".

په پاکستان کې د مختلف مکتبه فکر علماو هم د تحریک لبېک لخوا د تشدد ډکو مظاهرو غندنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد پرون د شورو په ورځ (14 اپرېل) ويلي، حکومت پرېکړه کړې چې په تحریک لبېک بندېز ولګوي.

د پاکستان ځايي میډيا وايي په تحریک لبېک د بندېز دپاره سمري تياره کړی شوې او د کابينې نه منظورۍ دپاره لېږل شوې او ځینې راپورونه وايي کابينې يې منظوري هم ورکړې ده.

په ټولنيزو رسنیو دغه ګام ستايل شوی چې حکومت په تحریک لبېک بندې لګوي خو ځینو کسانو پرې پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

شاه رضا شاه په ټویټر ویلي،

"په تحریک لبېک بندېز د خوښۍ خبره ده خو څو پورې چې رياست اعتدال پسند او سيکولر (روښان فکره) شوی نه وي دا عناصر به په مختلفو نومونو فعاله وي، رياست له به خپل سوچ او مخه بدلول وي".

د پاکستان پنجاب حکومت په تحريک لبېک ډله د بندېز لګولو دپاره مرکزي حکومت ته سپارښتنه کړې وه.

په تحریک لبېک د بندېز پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د ګل/ دوشنبې په ورځ د تحريک لبېک ډلې مشر سعد حسن رضوي د پنجاب پوليسو نيولی او له دغې وروسته د تحریک لبېک ډلې غړو د پنجاب او سيند صوبې په بېلابيلو ښارونو کې د قهر او تشدد ډکې مظاهرې پېل کړې وې.

د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه په دغو مظاهرو کې د پوليسو په ګډون عام کسان هم وژل شوي دي. د ډان د رپورټ ترمخه په احتجاجي مظاهرو او نښتو کې په ټول ملک کې د پوليسو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي، او ګڼ نور ژوبل شوي او پوليسو د تحریک لبېک د 700 پورې غړي نيولي هم دي.

د تحریک لبېک د مخکني مشر خادم حسېن رضوي زوي سعد حسن رضوي د ګل په ورځ په خپلو پلويانو غږ کړی چې که حکومت ورسره کړې ژمنه ونه منله او که د 20 اپرېل پورې يې د فرانس سفير د ملک نه بهر نه کړو دوی به د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون کوي، له دغې اعلان وروسته هغه نيول شوی وو.

تحريک لبېک د تير کال راهسې احتجاجي مظاهرې پېل کړي، وايي په فرانس کې د پېغمبر اسلام د خاکو جوړولو او سپکاوي په غبرګون کې دې پاکستان د فرانس سفير د ملک نه اوباسي، د فرانس نه دې خپل سفير بيرته را وبلي او په سرکاري توګه دې د فرانس د جوړو توکيو اخستو نه انکار وکړي.

يادې ډلې په تير نومبر کې په پېنډۍ کې احتجاجي پرلت وهلی او د 16 فرورۍ پورې يې حکومت له وخت ورکړی چې کړی ژمنې ورسره ومني خو په فرورۍ کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو د تحریک لبېک غوښتنې به پارلیمان ته وړي او د 20 اپرېل نېټه پکې ټاکل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG