لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سخت دریځه ډله تحریک لبیک بندیز ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟


پاکستان کې په وروستیو ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په پینځم نمبر راغلی ستر مذهبي ګوند تحريک لبیک دحکومت لخوا ترهګر ګرځول شوی اؤ بندیز پرې لګول شوی دی.

دغه ګوند دپاکستان وروستیو ټولټاکنو کې د ګرد هیواد ننه 2.2 اعشاریه رایې ترلاسه کړې وې.

د زیارت په ورځ دپاکستان دحکومت مرکزي کابینې په تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک د بندیز لګولو منظوري دپنجاب حکومت په سپارښتنه ورکړې ده .

پاکستاني مطبوعات دسرچینو له خولې وایي چې دسمرۍ منظوریدو نه وروسته اوس دتحریک لبیک ډلې په ضد دبندیز په اعلامیه کار پیل کړل شوی اؤ مرکزي حکومت به دا اعلامیه سپریم کورټ ته وړاندې کوي .

هرکله چې سپریم کورټ د حکومتي اعلامیې په اساس بندیزونه پځائ کړي نو بیا به دپاکستان دټولټاکنو کمیشن ددې ډلې نه دسیاسي ګوند په توګه قانوني حیثیت بیرته واخلي.

د تحريک لبیک ډلې دمشر سعد حسېن رضوي په دې وروستیو کې له نیول کیدو راپدیخوا ډغه ډلې هیواد کې دقهرژنو احتجاجونو لړۍ پیل کړې ده.لویې لارې یې تړلې وې اؤ ځائ پځائ یې امنیتي ځواکونو سره نښتې هم شوې وې.

دپاکستان میډیا وایي دپولیسو اؤ دتحریک لبیک دفعالینو ترمنځ شوؤ نښتو کې دواړو خواؤ مرګ ژوبله هم شوې ده خو لا دقیقه شمیره یې مخې ته نه ده راغلې.

څيړونکي وايي په دې مذهبي سخت دريځه ډلې بنديز به کوم ژور اثرات ونه لري،

هغوئ وایي له بندیزونو وروسته به تحریک لبیک هم لکه دلشکرجهنګوي،جماعت الدعوه يا نورو سخت دريځو اؤ لا قانونه ګرځول شوؤ ډلو په څېر په کوم بدل نوم سره خپل فعاليتونه پیل کړي.

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي د بنديز باوجود هم پاکستان کې دغسې سخت دريځه ډلې د پل سوچ په بنياد ژوندۍ پاتې کيږي او پلويان يي ورځ تر بلې زياتيږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل"پکار ده چې درياست او د رياستي د ادارو سوچ بدل شي،د دوئ د سوچ نه چې تر څو سخت دريځي نه وي وتلي نو ترهغې که مونږ په ډيرو تنظېمونو پابندې ولګوؤ نو هغوئ په بل نوم راشي، او که په بل نوم راهم نه شي نو په ټولنه کې په سخت دريځه سوچ خپرولو کې بوخت وي"

څيړونکي وايي تحريک لبېک پاکستان په بنيادې توګه د صوفي مسلک سره تعلق لرلو خو د ممتاز قادري نومې تن لخوا د پنجاب دتیر وخت د ګورنر سلمان تاثیر د وژلو روستو د دوئ فعاليتونه زيات او د تشدد نه ډک شول۔

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ علي عمران بنګش وايي د تحريک لبېک زيات اثر رسوخ په پنجاب کې ليدل کيږي او حکومت ته پکار وؤ چې د بنديز په ځايي یې دغه خلکو سره خبرې اترې کړې وی او د مستقل حل لاره يي لټولې وی.

"پاکستان کې خلکو اؤ شتمنیو ته د نقصان اوړیدو امکان شته ځکه چې دوئ سره په لارو کوڅو کې د احتجاج کوونکو شمېر زيات دی، حکومت ته پکار وؤ چې د خبرو اترو د لارې يي دا مسله هواره کړې وی"

د تشدد نه دډکو احتجاجونو او په تحريک لبېک پاکستان د بنديز وروسته په ټولنيزو رسنيو او ميډيا هم تاوده بحثونه راپورته شوي دي۔

د ټولنیزو رسنیو زیاتره فعالینو د احتجاج کوونکو لخوا په پوليسو د تشدد او عام ولس ته مشکالاتو جوړولو غندنه کړې او ويلي یې دي دا د کلونو راهسې د رياستي پاليسۍ نتيجه ده چې د سخت دريځۍ ملاتړ يي کوو او نتيجه يي اوس په دې شکل مخې ته راځي،

وتلي سياستمدار افراسياب خټک په ټويټر ليکلي د تيرو تجربو په رڼا کې ويلي شي چې د بندیز وروسته داسې ډلي لا نورې زياتې شي، د داسې ډلو په اړه رياستي پالسيو کې بنيادي بدلون د حل لاره ده۔

دغسې پاکستاني او نړيوالو مطبوعاتو هم د تحريک لبېک احتجاجونو او په دې لګول شوي بنديز ته ډير ځايي ورکړی او تبصرې يي پرې کړي چې داسې ډلو سره حکومت ته په سختۍ سره رامخې ته کيدل پکار دي .

دپاکستان حکومت ویلي چې د ریاست د واک مخې ته به دهیچا خنډ کیدل ونه مني اؤ‌ په هر حال به د قانون واکمني پلي کوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG