لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ کې هندو مذهبه پېغلې په زور ودولی اؤ مذهب یې بدلولی شي،داقلیتي غړو تور


دپاکستان دقامي اسمبلۍ په غونډه کې دلږکيو پارليماني غړو تور لګولى چې سندهـ صوبه کې د هندو مذهبه پېغلو سره دجبري ودونو او په زور هغوئ مذهب نه د اړولو پيښى دوام لري خو حکومت دوئ ته تحفظ ورکوولو کى ناکامه دى.

د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه کې د لږکيو پارليماني غړو دسندهـ صوبې لاړکانه سيمه کې د هندو مذهبه پېغلې آرتي کماري د تښتوولو معامله راپورته کړې ده.

مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي لال چند تور لګولى چې آرتي کماري د تښتولو وروسته دې ته مجبوره کړى شوې چې خپل مذهب پريږدي او اسلام قبول کړي.

٢٢ کلنه آرتي کماري دڅو ورځو د بې درکۍ وروسته د روان اپريل په نهمه نيټه دکراچۍ يو عدالت ته د خپل مسلمان خاوند محمد فواد سره حاضره شوې وه.

د يوې ويډيو د لارې د هغې مور او پلار هم دا تور لګولى چې ګنې د دوئ لور په جبر دې ته مجبوره کړى شوې چى اسلام قبول کړي.

دقامي اسمبلۍ غونډه کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ یو بل غړي کيل داس کوهستاني هم دغه معامله راپورته کړې ده.

هغه تور لګولى چې د هندوؤ پېغلو سره په جبر د ودونو او د هغوئ دمذهب بدلولو پيښې دوام لري خو د بده مرغه حکومت دوئ ته تحفظ ورکولو کې ناکام دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې کيل داس کوهستاني زياته کړې که يوه بالغه هندوه جينۍ په خپله خوښه اسلام قبلوي نو دوئ ته څه اعتراض نشته خو دا کوم انصاف دى چې په جبر دې خپل مذهب بدلولو ته اړ کړی شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د مذهب بدلولو لپاره دې د قانون د لارې يو هتګلاره وټاکل شي.

نوموړي وویل دوئ لا د آرتي کماري لټون کولو چي هغه ناساپي عدالت ته وړاندې کړى شوه او تر دې چى مور او پلار ته یې هم ورسره د ملاقات اجازت ورنکړى شو.

کيل داس کوهستاني چې د جبري ودونو د مخنيوي لپاره دجوړې پارلماني کميټۍ غړى هم دى،زياتوي ددغو پېښو په ضد قانون سازى لپاره دوئ خپلې سپارښتنې يادې کمیټۍ ته ورکړي خو سينيټ لا تر اوسه ددې منظوري نه د ورکړې.

آرتي کماري چى اسلامي نوم یې عاٸشه ايښودل شوى او دا وخت د لاړکانه دارالمان کې ده خو د خپل مور پلار او کورنۍ دغړو پيژندګلو کولو نه انکاري ده.

د پاکستان هندو پنچاٸت نومې تنظيم دشميرو ترمخه تيرو دوؤ مياشتو کې سندهـ صوبه کې د آرتي کماري سره اته هندؤې جينکۍ تښتول شوي او بيا د دوئ سره جبري ودونه شوي دي.

هندوان د پاکستان تر ټولو لویې اقليت دى چې زياتره برخه یې سندهـ صوبه کې ميشته ده.

دمطبوعاتي ريوټونو ترمخه د جبري ودونو له امله لويه شميره کې دهندوانو کورنیو ګاونډي هيواد هندوستان ته تيښته کړې ده خو دپاکستان حکومت دا خبرونه بيځايه بولي او د لږکيو د حقونو خوندي ساتلو پخلى کوي.

تير کال د دسمبر مياشت کې د پاکستان دخارجه وزارت وياند د امريکا دحکومت لخوا پاکستان کې د اقلیتي میرمنو سره دجبري ودونو پسر انديښنې رد کړې وې.

د خارجه وزارت وياند د امريکایي مطبوعاتو هغه رپورټونه هم بى بنياده ګرځولي چې پکې هر کال پاکستان کې د اقلیتي میرمنو سره دجبري ودونو د ١٠٠٠ نه دزياتو پېښو رامنځته کيدو دعوه شوې وه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG