لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: انډیانا ایالت کې د ډزو په پېښه کې 8 تنه وژل شوي او څلور ټپیان


واشنګټن ــــ د امریکې په انډیانا ایالت کې د یو تن په ډزو اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي او وروسته بریدګر خپل ځان هم وژلی دی. پولیسو تر اوسه د پېښې سبب نه دی ښوولی. دا په روان کال کې په امریکا کې د ډزو درېیمه لویه پېښه ده چې عام خلک پکې وژل کېږي.

په وروستیو کې په امریکا کې د ډزو پېښې مخ په زیاتېدو دي چې تازه پېښه یې بېګا شپه د انډیانا ایالت په انډیاناپولیس ښار کې هوایي ډګر ته نیژدې شوې ده.

پولیسو نن د جمعې په سهار ویلي یو وسلوال تن د «فیډایکس» په نامه د ډاک رسونې په ودانۍ کې دننه ډزې کړې دي، چې اته کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د ایسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د انډیاناپولیس ښار د ځایي پولیسو ویاند جینای کوک ویلي، پولیس چې کله د پېښې ځای ته رسېدلي نو د فیډایکس دفتر په ودانۍ کې دننه ډزې روانې وې.

د پولیسو ویاند ویلي چې د پېښې له ځایه لږ تر لږه څلور تنه روغتون ته وړل شوي، چې وایي په هغوی کې یو تن زیات ټپي دی. وایي د دوو تنو درملنه هملته د پېښې پر ځای شوې او هغوی پخپله مخه تللي دي.

پولیس ویاند وایي په پېښه کې د امنیتي ادارې کوم کس نه دی ټپي شوی او ټول عام خلک دي.

د پولیس په وینا بریدګر تر اوسه نه دی پېژندل شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي. وایي تر اوسه دا هم نه ده معلوم چې وسلوال تن د ډاک رسونې د کمپنۍ «فیډایکس» کارکوونکی وو که نه.

د «فیډایکس» دفتر د جمعې په ورځ پخپل بیان کې پر دې پېښه خواشي څرګنده کړې او ویلي یې دي، له پولیس چارواکو سره مرسته کوي چې هغوی ته د پېښې په تړاو نور معلومات ورکړي.

د پېښې په ځای کې موجود یو عیني شاهد جیریمیا میلر وایي، ده د ډزو له اورېدو سره یو تن ولید چې مشینګن یې په لاس کې وو او پرله پسې یې ډزې کولې.

دا په امریکا کې په روان کال کې د ډزو په سترو پېښو کې وروستۍ او درېیمه پېښه ده، تېره میاشت هم د کولراډو ایالت په بولډر مارکیټ کې د ډزو په یوه پېښه کې 10 تنه وژل شوي وو او د جورجیا په اټلانټا ښار کې په یوه بله پېښه کې اته تنه وژل شوي وو.

د امریکې صدر جوبایډن تېره میاشت له کانګرسه غوښتنه کړې وه چې په هېواد کې دې د وسلو ساتلو په اړه قوانین په سمدستي توګه سخت کړل شي او د وسلو پر عام خرڅلاو دې بندیز ولګول شي.

په تېر 2020م کال کې که یوې خواته په امریکا کې تر ټولې نړۍ کورونا وایرس زیات خلک اغېزمن او مړه کړل، خو د ډزو پېښې پکې کمې وشوې، خو سږ کال د ډزو ګڼې پېښې وشوې.

یواځې په انډیاناپولیس ښار کې نننۍ پېښه د ډزو درېیمه لویه پېښه ده. تر دې وړاندې هم یو تن له کورنۍ جګړې وروسته د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه وژلي وو او په جنورۍ میاشت کې هم د یوې مېندواره ښځې په ګډون پینځه تنه د ډزو په پېښه کې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG