لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د برتانيې او جنوبي افریقي جنیاتي بدل شوي د کرونا وایرس خوريږي، څيړنه


په پاکستان کې د کراچۍ پوهنتون په کرونا وایرس شوې يوه څيړنه کې ويل شوي چې په پاکستان کې د کرونا د مثبت پېښو 50 فيصده پېښې په برتانيه کې په جنياتي توګه د بدل شوي وايرس دي او 25 د جنوبي افريقې د وايرس دي. دا په تېزۍ خوريږي او دا زورور وايرس دي.

په کراچۍ پوهنتون کې د کيميايي او حياتياتي علومو دپاره د نړيوال مرکز مشر ډاکټر محمد اقبال چودري ویلي، د پوهنتون د وبايي ناروغو څانګې او جينيوم څيړنيز مرکز په کويډ 19 يا کرونا وايرس څيړنه کړې ده.

هغه ويلي په نوې څيړنه کې مالومه شوې چې په پاکستان کې دا وخت د کرونا 50 فيصده هغه وايرس خوريږي د کوم جنياتي ډول چې په برتانيه کې او نور 25 فيصده په افريقه کې بدل شوي وايرس دي.

د ډاکټر چودري په وېنا په جنياتي توګه بدل شوي دا وایرس ډېر طاقتور دي کوم چې په ډېر لږ وخت کې د ملک زیاته برخه ګېرولی شي.

هغه ویلي که د دې وایرس د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته نه کړی شو دا به د ډېر تاوان سبب وګرځي.

په پاکستان کې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وايرس درېمه څپه روانه ده او په تېزۍ سره خوريږي د مرګونو کچه پکې هم سېوا ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د تيرو پينځه ورځو راهسې پرله پسې د ورځې په سر د 100 نه زيات کسان د کرونا څخه مړه کيږي.

ویل شوي په تیر شوا روز کې په ملک کې په کرونا وايرس اخته 112 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 16زره 94 ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې په کرونا وايرس ټول اووه نيم لکه 158 کسان اخته شوي چې پکې شپږ لکه 54زره 956 ښه شوي دي.

ويل شوي دا وخت په کرونا اخته 4149 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG