لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمان کې دحکومت اؤ تحریک لبیک په لوظنامه سختې نیوکې شوي


پاکستان کې حکومت مخالفه سياسي ګوندونو تېره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د حکومت له اړخه د تحريک لبېک پاکستان سره په لوظنامه کولو ټکونه کړي او دا یې يو غېر معقول ګام ګرځولی.

قومي اسمبلۍ کې د مخالف پيپلز ګوند غړي نويد قمر د بحث په وخت پوښتنه کړې چې هرکله حکومت ته دا مالومه وه چې فرانس سره دوه اړخیزه اړيکې نه شي غوڅولی نو بيا یې ولې د تحريک لبېک پاکستان سره د هېواد نه د فرانس د سفير ويستلو او د فرانس سره د اړیکو ختمولو تړون کولو؟

روانه اوونۍ تحريک لبېک پاکستان د اپریل په دولسمه نېټه لاهور کې د ډلې د مشر سعد رضوي د نیول کېدو وروسته په ګرد هېواد کې خونړۍ احتجاجي مظاهرې کړې وې چې پکې د څلورو پوليسو په ګډون پينځه کسان وژل شوي وو او پولیسو ددغه ډلې پرضد عملیاتو کې د تحريک لبیک په سوونو فعالين هم نېولي دي.

تحریک لبیک دحکومت څخه غواړي چې دفرانس دصدر لخوا د پیغمبر محمد (ص) دسپکاوي دخپرو شوؤ خاکو دملاتړ نه وروسته باید دفرانس سفیر دهیواده وویستل شي، فرانس سره سفارتي اړېکې وشلول شي اؤ هم یې دجوړو شیانو په دولتي کچه بائیکاټ وشي.

دخپلو غوښتنو په حق کې د اړي ګړي نه د ډکو احتجاجونو وروسته اوړمه ورځ دپاکستان حکومت په تحریک لبیک دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې بندیز لګولی اؤ اوس دغه ډله پاکستان کې دقانوني فعالیت اجازه نه لري.

خو تر دې مخې حکومت ویلي وؤ چې تحریک لبیک سره دفرانس دسفیر ویستلو اؤ هلته نه دخپل سفیر راغوښتلو په اړوند شوی تړون به د یو قرارداد په شکل کې روانه میاشت پارلیمان ته راوړي.

اخوا نن د خالي په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ویلي اوس تحریک لبیک ډله کالعدم ګرځول شوې او د دغه ډلې سره شوې حکومتي لوظنامه هم ختمه شوې ده.

هغه ویلي په تحريک لبېک پاکستان د بندېز لګولو فېصله د پاکستان خپله پرېکړه وه او کوم بل نړیوال طاقت ېا هیواد د پاکستان نه دا غوښتنه نه ده کړې.

د پاکستان په پارلیمان کې مخالف سياسي ګوندونه دا غوښتنه هم کوي چې د تحريک لبېک پاکستان د جوړولو پر شا د پټو مقصدونو مالومولو لپاره دې يوه کمېټي جوړه کړی شي.

د مسلم لیګ ګوند غړي رياض پيرزاده ویلي باید چې د قامي اسمبلۍ غړي ددې هم خبر کړې شي د تحريک طالبان پاکستان او سپاه صحابه پاکستان پرشان لا قانونه ډلې چا، او د څه لپاره جوړې کړې وې ؟

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG