لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ شمېره 16 زرو څخه واوښته


د حکومتي شميرو ترمخه پاکستان کې دتيرو څلېریشتو ساعتونو په مهال د کرونا وایرس دلاسه 112 نور ناروغان مړه شوي چې ورسره په دغه وایرس دشوؤ شوؤ کسانو شمیره 16094 ته رسيدلې ده.

په یو شواروز کې دپاکستان بیلابیلو برخو څخه د کرونا وایرس د 4976 نوؤ پېښو مخې ته راتلو سره په ګرد هيواد کې د کرونا نه داغېزمنو کسانو شميره اووه نیم لکه اؤ 158 ته رسيدلې چې پکي د 4149 روغتیایي حالت داندېښنې وړ ښودل شوی.

پاکستان کې په کرونا دقابو موندنې دولتي اداره وایي تر اوسه په دې وایرس اخته شپږ لکه اؤ 54956 ناروغان بېرته هم روغ شوي دي.

دپاکستان حکومت د کرونا دا دريمه څپه زیاته خطرناکه بولي اؤ دخالي يا شنبى په ورځ په کرونا دڅار دولتي ادارې د اپريل مياشت 21مې نيټې نه د 50 نه تر 59 کالو عمر لرونکو کسانو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو منظوري ورکړې ده.

د اين سي او سي مشر او مرکزي وزير اسد عمر د خپل ټويټ د لارې دیاد عمر لرونکو کسانو باندې غږ کړی چې خپل ځانونه د کرونا ضد ویکسین دپاره ثبت کړي.

وړاندې نه حکومت د60ؤ کالو يا دې نه د زيات عمر خلکو ته واکسين ورکوي او دحکومتي شميرو ترمخه تر اوسه ثبت شوؤ دوؤ میلينو تنانو کې 1.4 میلیونه کسانو ته واکسين ورکړى شوي دي.

طبي ماهرين پاکستان کې د واکسين لګولو دغه عمل ورو ګرځوي.

داسلام اباد شفاء روغتون کې د وبايي رنځونو ماهر ډاکټر محسن وايي د 22 کروړه ابادۍ هيواد کې دا کچه ډيره کمه ده او پکار وه چې د واکسين عمل له دې ډیر ګړندی ؤ.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر محسن وويل تر اوسه د زيات عمر لرونکو خلکو ته واکسين ورکړى شوي دي او د ابادۍ هغه لويه شميره چې روزګار کوي او دخپلو کورنیو پالونکي دي له دغه واکسين محرومه دي.


حکومت مخالفه ګوندونه وړاندې نه تور لګوي چې وزير اعظم عمران خان د کرونا په ضد واکسين اخستو لپاره رقم نه لګول غواړي او په دې تمه دى چې دنړى نور هيوادونه به وړيا دا واکسين پاکستان ته ورکړي.

پاکستاني اولس ته د چين جوړ سينو فارم نومې واکسين لګولو عمل د تيرې فرورۍ دمياشتې نه پيل شوى ؤ.

مرکزي وزير اسد عمر وايي هره ورځ اتيا زره پاکستاني وګړو ته واکسين لګي.

تيره اوونۍ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت هغه د راتلونکي وړوکي اختر نه وروسته د واکسين لګولو دکچې درې فيصدي لوړولو اعلان کړى ؤ چى له امله به یې د اسد عمر په خبره هره ورځ دوه لکه پاکستاني وګړو ته واکسين ورکول ممکن شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG