لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 له کورونا څخه مړینه له درې میلینو زیاته شوې


واشنګټن – د جان هاپکنز پوهنتون د کورونا مرکز وايي، کورونا په نړۍ کې تر درې ملیونو زیات کسان مړه کړي دي.

د کورونا مړینه په داسې حال کې له درې میلیونو څخه زیاته شوې چې نړیوال هڅه کوي د واکسین بهیر ګړندی کړي تر څو دغه وبا کنټرول شي.‌

بل پلو د نړۍ په اکثرو برخو کې د کورونا په نویو پېښو کې هم زیاتوالی راغلی.

هندوستان چې د واکسین له سترو جوړونکو څخه دی د خالي‌ یا شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا تر ۲۳۰۰۰۰ زیاتې نوې پېښې موندلې دي.‌

که څه هم په امریکا کې هره ورځ په میلیونونو کسانو ته واکسین ورکول کېږي خو دغه هېواد اوس هم د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه تر نورو مخکې دی.‌

جان هاپکنز راپور ورکوي،‌ چې په امریکا کې د نړۍ د ۱۴۰ میلیونو پېښو څخه ۳۱.۵ میلیونه د کورونا کېسونه لري.

امریکا پسې هندوستان د ۱۴.۵ میلینه کېسونو سره دوهم او برازیل د ۱۳.۸ میلینه پېښو سره دریم ځای لري.‌

د کاناډا تر ټولو لوی ایالت کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره په نوي سخت ګامونه اخېستل شوي دي.‌

د اونتاریو اوستوګن به اوس د کورونا له اخېستلو وروسته شپږ اونۍ په خپلو کورونو کې قرنطین کېږي چې دا د تجرید د تېرې مودې څخه دوه اونۍ زیات وخت دی.‌

په دغه ایالت کې پولیسو ته اوس دا نوی واک ورکړل شوی چې له کور څخه د وتلو پر وخت له خلکو پوښتنه وکړي.‌

همدارنګه ددغه ایالت د اوسېدونکو په غیر ضروري سفرونو باندې هم بندیز لګول شوی او په کیوبېک او منېتوبا سرحدونو سره ورته چېک پاینټونه جوړ شوي.‌

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراغي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد به د اپرېل له ۲۶ مې څخه ځینې بندیزونه نرم کړي.‌

د اعلان په همدې ورځ د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG