لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتحریک لبیک دمشر سعد رضوي نوم دشکمنو ترهګرو نوملړ ته واچول شو


دپاکستان حکومت دناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د مشر سعد رضوي نوم د شکمنو ترهګرو نوملړ کې اچولی اؤ دهغه ټول جائیدادونه اؤ پنګې یې ګنګل کړي دي.

دپنجاب دکورنیو چارو محکمې پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دشکمنو ترهګرو نوملړ ته د سعد رضوي له نوم اچول کیدو وروسته دهغه قامي شناختي کارډ بلاک کړل شوی اؤ اوس نه خو هغه دخپل بینک اکاونټ نه پیسې ویستلی شي اؤ نه څه رقم جائیداد خرڅولی اؤ اخستی شي.

کوم نوملړ ته چې دسعد رضوي نوم اچول شوی هغې ته شیډول فور ویل کیږي اؤ شېډول فور دترهګرۍ ضد قانون یوه داسې ماده ده چې له مخې یې د شکمنو ترهګرو او فرقه ايزو ډلو یا ګوندونو سره دتړاؤ لرونکو کسانو نومونه په دغه نوملړ کې اچول کيږي .

د کال ۱۹۹۷دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې د کومو شکمنو ترهګرو او فرقه ايزو ډلو سره دتړاؤ لرونکو کسانو نومونه چې دغه نوملړ کې اچول کيږي هغوئ باندې قانون عملي کوونکې ادارې نظر هم ساتي او داسې کسان د خپل تګ راتګ نه خپل ځایي پوليس سټېشن يا تاڼه هر وخت خبر ساتي. او دوئ باندې نورې هم د سفر پابندۍ لګول کيږي.

تیره اوونۍ د تحریک لبیک له خوا د دوئ د مشر سعد رضوي د نیولو وروسته پہ ګرد ھیواد کې د تشدد نہ ډکو مظاہرو کې د څلورو پولیس والو د وژنو سرہ پہ سوونو پولیس عسکر ټپیان شوی وؤ او ګڼ‎ شمېر سرکاري او شخصي ودانیو او موټرو تہ زیانونہ اوښتي وو.

د اړي ګړي نه د ډکو دغو قهرژنو مظاهرو وروسته دپاکستان حکومت تحریک لبیک ډله باندې بندیز لګولی اؤ دیادې ډلې نوم یې د ناچله ګرځول شوؤ ګوندونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG