لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دپیغمبر دسپکاوي مخنیوي دپاره دټولو اسلامي ملکونو په ملتیا کمپاین پیلوؤم


دپاکستان وزیراعظم عمران وایي دپاکستان دننه ځېنې دیني اؤ سیاسي ګوندونه داسلام دنوم نه ناسمه استفاده کوي اؤ په اړي ګړي کولو خپل هیواد ته زیان رسوي.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان داسلام په نوم یو جوړ شوی هیواد دی اؤ ددې هیواد ټول خلک دخپل پیغمبر محمد(ص)سره مینه کوي، خو دا چې دپیغمبر په شان کې ګستاخي په مغرب کې کیږي اؤ ځېنې خلک دلته اړی ګړی جوړوي دا خپل نقصان کوي.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې دتیرې اوونۍ راهسې پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک دتشدد نه ډک احتجاجونه پیل کړي اؤ په دغو احتجاجونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي.

تحریک لبیک ډله دحکومت نه غواړي چې دفرانس دصدر لخوا د پیغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخپرو شوؤ خاکو په طرفدارۍ کولو باید دفرانس سفیر له هیواده وباسي اؤ ددغه هیواد سره خپلې اړېکې غوڅې کړي.

وزیراعظم عمران خان وویل د اسلام دپیغمبر دسپکاوي دعمل مخې نیولو دپاره به په نړیواله کچه کمپاین پیلوي اؤ دنړۍ ټول اسلامي هیوادونه به دځان سره ملګري کوي ترڅو په مغرب فشار راوړي چې ددې ناوړه عمل مخه ونیسي.

هغه پخپله وینا کې دپاکستان دننه دمذهبي ډلو لخوا روان احتجاجونه بې ځایه اؤ عبث وبلل اؤ وئ ویل” په دې اړي ګړي ګولو په مغرب هیڅ فرق نه پریوڅي بلکې مونږ خپلو خلکو اؤ خپل هیواد ته زیان رسوؤ”

تر دې دوه ورځې وړاندې هم وزیراعظم عمران خان په ټویټر لیکلي وؤ چې” لکه څنګه دغربي هیوادونو حکومتونو دهولو کاسټ په بابله په ناوړه تبصرو قانوني بندیز لګولی هم ددغه معیار په اساس دې د اسلام دپیغمبر محمد(ص) دسپکاوي کوونکو اؤ دمسلمانانو په ضد دکرکو خورونکو دپاره سزاګانې هم وټاکي”

تحریک لبیک ډلې په کال ۲۰۱۷م کې هم دنواز شریف دحکومت په مهال داسلام دپیغمبر دسپکاوي دخاکو خپریدو په ضد اسلام اباد کې احتجاجي لاریون کړی ؤ خو بیا هغه وخت دپوځ په منځګړتوب دغې ډلې خپل احتجاج ختم کړی ؤ اؤ د ایي ایس ایي موجوده مشر جنرال فیض ددغه لاریون په برخه والو د لارې د کرایه په نوم په لفافو کې بندې پیسې هم ویشلې وې.

په هغه مهال دسپریم کورټ جج قاضي فائز عیسا دتحریک لبیک احتجاج غیرقانوني بللی ؤ خپله پرېکړه کې یې ددغه احتجاج تر شا د ولاړو قوتونو په ضد دکارروایۍ حکم کړی ؤ.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر پخپل یو تازه کالم کې لیکلي چې اوس حکومت په تحریک لبیک دبندیز لګولو سره په اصل کې دقاضي فائز عیسا دعدالتي پرېکړې پخلی کړی دی.

هغه وایي وخت اؤ حالاتو ریاست غلط اؤ قاضي فائز عیسی سم ثابت کړو اؤ هغه وخت لرې نه دی چې کومو خلکو د ریاست دقانون نه دګډیانو لوبې جوړې کړي دي هغوئ به پخپله دعبرت مثال جوړ شي.

خبریال احمد نوراني په ټوئټر لیکلي چې "دپولیسو دتشدد په ویډیو ګانو خپرولو حکومت دتحریک لبیک خلک نه شي تیرویستلی ځکه چې هغوئ په هرڅه خبر دي، دایي ایس ایي اؤ پوځ هغه پالیسۍ ناکامې شوي چې دڅو کسانو دمذهبي جذباتو په راپارؤلو سره سیاسي مقاصد ترلاسه کړي"

هغه لیکلي یوازې ولس نه بلکې دپوځ په لاس استعمال شوي خلک پخپله هم پوهیږي چې څوک څه کوي.

تر دې وړاندې پارلیمان کې هم دحکومت مخالفه ګوندونو غړو غوښتنه کړې وه چې باید هغه پټ قوتونه رابرڅیره کړل شي چا چې دتحریک لبیک ،سپاه صحابه اؤ تحریک طالبان په څېر تندروه ډلې پیدا کړي اؤ پاللي دي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG