لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتحریک لبیک اؤ حکومت مذاکرات کامیاب،دفرانس دسفیر ویستلو پرېکړه لیک نن پارلیمان ته وړاندې کیږي


دپاکستان دحکومت اؤ دغیرقانوني ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک ترمنځ مذاکرات کامیاب شوي اؤ حکومت اعلان کړی چې نن دنهې په ورځ به پارلیمان ته هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو پرېکړه وړاندې کوي.

ددې ترڅنګ حکومت دغه تندروه ډلې سره منلې ده چې ټول بندي مشران اؤ فعالین به یې خوشي کوي چې له هغې وروسته دتشدد نه په ډکو احتجاجونو بوختې ناقانونه ګرځول شوې ډلې په ګرد هیواد کې دخپلو لاریونونو ختمولو اعلان کړی دی.

تر دې مذاکراتو یوه ورځ وړاندې وزیراعظم عمران خان قام ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې هیواد نه دفرانس سفیر ویستل به د اروپایي ټولنې سره د اړېکو غوڅولو په معنا وي چې ددې ټول زیان به پاکستان ته رسیږي.

دنهې په سهار د هیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په ټویټر خپله یوه لنډه ویډیو کې دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ دمذاکراتو دکامیابیدو خبر ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د اوږدو خبرو اترو وروسته دواړه خواوې دمذکراتو په بریالي کولو توانېدلې دي.

شیخ رشید وایي مذاکراتو کې پرېکړه شوې ده چې حکومت به نن دنهې په ورځ هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو پریکړه لیک پارلیمان ته وړاندې کوي اؤ ددې ترڅنګ به دشکمنو ترهګرو نوملړ ته دتحریک لبیک دمشرانو اچول شوي نومونه وباسي اؤ دهغوئ په ضد جوړې شوې مقدمې به ختموي.

دکورنیو چارو وزیر ویلي دحکومت ددې ګامونو په بدل کې به تحریک لبیک په ګرد هیواد اؤ په ځانګړي ډول دلاهور په رحمت العالمین جومات کې خپل لاریونونه ختموي اؤ دخبرو اترو لړۍ به په مخکې وړل کیږي.

شیخ رشید پخپله دغه لنډه ویډیو کې د مذاکراتو نور جذئیات نه دي په ډاګه کړي خو پاکستاني رسنۍ وایي دتحریک لبیک شورا حکومت ته ویلي چې په لاهور کې به یې مرکزي لاریون دوامداره وي اؤ نور هیواد کې به خپل احتجاجونه ختموي

دپاکستان ایکسپریس ټي وي پخپل رپورټ کې ویلي چې دګل اؤ نهې په منځ شپه کې ناوخته دتحریک لبیک اؤ حکومت ترمنځ دمذاکراتو دریم پړاؤ ترسره شوی.

په دې خبرو کې دحکومت په استازیتوب دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد،دمذهبي چارو وزیر پیر نورالحق قادري،دپنجاب ګورنر چوهدري سرور،دقانون وزیر راجه بشارت اؤ دقانون پځائ کوونکو ادارو مشرانو برخه لرله.

همدا شان د تحریک لبیک استازیتوب مذاکراتو کې شفیق امیني ،ظهر الحسن شاه اؤ دمجلس شورا نورو غړو کړی دی.

رپورټ وایي چې تر مذاکراتو وړاندې دتحریک لبیک یوې استازې ډلې د لاهور په کوټ لکهپت زندان کې ددغه ډلې دبندي مشر سعد رضوي سره لیدنه هم کړې وه اؤ بیا یې حکومت سره خبرو کې خپل شرطونه دحکومت په وړاندې اېښې دي.

دشیخ رشید داستعفا غوښتنه

رپورټ کې دسرچینو له خولې ویل شوي چې دتحریک لبیک مشرانو غوښتنه لرله چې دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید دې له خپل منصب نه لرې،دفرانس سفیر دې له هیواد بهر اؤ د تحریک لبیک ټول بندي غړي دې خوشې کړل شي.

دسرچینو په وینا حکومتي ډلې دتحریک لبیک نورې ټولې غوښتنې منلي خو دشیخ رشید دګوښه کولو اؤ دفرانس دسفیر هیواد څخه له ویستلو یې انکار کړی دی.

حکومت دتحریک لبیک مشرانو ته قول ورکړی دی چې دفرانس دصدر لخوا داسلام دستر پیغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخاکو دطرفدارۍ په معامله به پارلیمان ته قرارداد وړاندې کوي.

تر دې وړاندې هم دتحریک لبیک په بندي مشر سعد رضوي پسې منسوب دوه بیلابیل بیانونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړل شوي وؤ چې هغې کې دتحریک لبیک فعالینو ته داحتجاجونو ختمولو وینا شوې وه خو دتحریک لبیک مشرانو دغه بیانونه دروغ بللي وؤ اؤ په حکومت اؤ امنیتي ادارو یې غږ کړی ؤ چې دسعد رضوي ویډیو بیان دې مخې ته راوړي.

دتندروه ډلې تحریک لبیک دقهریدلو مظاهره چیانو لخوا دتیرې یوې اوونۍ راهسې ګرد هیواد کې دتشدد ډک احتجاجونه روان وؤ چې دپنجاب حکومت په وینا دې احتجاجونو کې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ 700 نه زیات نور ژوبل شوي دي.

تحریک لبیک دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل کړي وؤ چې ددغې ډلې مشر سعد رضوي په دې وروستیو کې دپولیسو لخوا ونیول شو.

سعد رضوي خپلو پلویانو ته په 20م اپریل ګرد هیواد کې دختم نبوت په حق کې اؤ دحکومت په ضد داحتجاجونو کولو وینا کړې وه.

هغوئ دغه احتجاج تیرکال حکومت سره دشوي هغه تړون دنه پوره کولو په ضد کول غوښتو په کوم کې چې حکومت دې تندروه ډلې سره منلې وه چې و دفرانس سفیر به له هیواده وباسي،دفرانس نه به خپل سفیر بیرته راغواړي اؤ دفرانس دجوړو شیانو پریکون یا بائیکاټ به کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG