لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان نه دتښتول شوؤ کسانو کورنۍ دامنیتي چارواکو په هڅو بې باوره دي


د شمالي وزیرستان نه د تښتول شویو کسانو کورنیو له حکومت غوښتنه کړې ده چې د هغوئ دکورنیو دتښتول شوؤ کسانو دخوشې کولو هڅې دې وکړي.

د پولیسو وینا ده چې په تښتول شویو کسانو کې د میرعلي اوسېدونکی د ځايي حکومت یو چارواکې انجینیر همایون داوړ، وکیل عتیق داوړ، شهنشاه داوړ، د میرامشا اوسېدونکی د صحت محکمې یو چارواکی مسود رحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیر حمزه او د میانوالي سر عباس شامل دي.

پولیس وایي ددغو کسانو د راخوشې کولو لپاره هڅې روانې دي او په سیمه کې د پولیس، ملیشې او فوج لخوا شریک چاڼ عملیات ترسره کیږی.


تر اوسه د دوئ دتښتولو پړه چا پغاړه نه ده اخستې.

د میرعلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه وي او ای ډیوه ته وویل په تښتول شويو کسانو کې د دوئ د کورنۍ درې غړي شامل دي چې یو یې کشر رور شهنشاه داوړ او دوه یې دتره زامن همایون داوړ او وکیل عتیق الله دي.

هغه وویل دوئ چا سره کومه دښمني نه لري او دوه میاشتې وشوې چې تښتول شوي دي.

هغه زیاتوي په سیمه کې دحکومتي او امنیتي چارواکو لخوا هره ورځ دوئ ته تښتول شوؤ کسانو د خوشي کیدو باور ورکړل کیږي خو دخوشي کیدو لپاره یې تر اوسه کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړې شوي.


هغه وایي کورنۍ یې د سختې پریشانۍ سره مخ ده او حکومت دې د دوئ خوشي کیدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي

دغه کسان د فرورۍ په 21مه د شمالي وزیرستان شوه تحصيل نه تښتول شوي وو .

د بنو بار یو غړي بخت نیاز وکیل وویل دا دحکومت بې وسي ده چې تر اوسه یې دا کسان د تښتوونکو د منګلو نه ازاد نه کړل.

هغه وویل دوئ د هرې هفتې په ورځ د وکیل او نورو کسانو د خوشي کیدو لپاره احتجاج ریکارډ کوي.

ددې پیښې نه وروسته دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم دا موضوع پارلیمان کې راپورته کړې وه او د قامي اسمبلې سپیکر دوؤ اوونیو کې دننه دپیښې رپورټ د صوبې حکومت نه غوښتی ؤ خو محسن داوړ وائي تر اوسه رپورټ پارلیمان ته نه دی وړاندې کړل شوی.

وي او ای ډیوه ته محسن داوړ وویل چې د دوئ د تښتونې تر شا چې څوک هم دي خو دوئ به یې غوښتنه په سیمه کې دموجودو حکومتي او پوځي چارواکو نه کوي.

وي او اي ډیوه په دې اړوند ځائي انتظامې او د پولیسو مشرانو (مرستیال کمشنر او ډي پي او) سره د تماس هڅه وکړه خو هغوئ نه څه ځواب تر لاسه نه شو.

یوه حکومتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ډیوه ته وویل د دوئ د خوشي کولو هڅې روانې دي په سیمه کې امنیتي چارواکي د هغوئ خوشي کولو لپاره چاڼیز عملیات کوي اؤ استخباراتي معلومات راجمع کوي.

هغه وویل دوه ځله جرګه د پولې پورې غاړې افغانستان ته لیږل شوې خو تر اوسه د دوئ په اړوند کوم باوري معلومات مخې ته نه دي راغلي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG