لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کورونو دپاره د قرضونو اخستو عمل ولې په قلاره روان دی؟


د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک وايي د حکومت لخوا اعلان شوي دکورونو دپاره د قرضونو اخستلو عمل په قلاره روان دی او د روان مالي کال 2020 او 21 په روانو نهه میاشتو کې کاروباري بېنکونو 13 اربه او 70 کروړه روپۍ قرضې ورکړي يا قرضې اخستل شوي دي.

اقتصاد پوهان وايي په ملکې کچه اقتصادي غېر یقيني روان حالات لکه د ډالر په ځای نه ودرېدل د روپۍ په مقابله کې ښکته پورته تلل او بيا د قرضونو دپاره پېچلي شرطونه د کورونو د قرضونو په اخستو کې غټ خنډونه جوړ دي.

د اقتصاد ماهر او استاز ارسلان اقبال وايي، د کمرشل يا کاروباري بېنکونو شرطونه پوره کول ګران دي او بله دا چې په ملک کې د ګرانۍ له امله د ځمکو بيې دومره لوړې شوي دي چې يو عام تن يا نوکر پېشه تن نه شي کولی چې د کور د معمول خرڅ پوره کړي نو د کور دپاره قرض به څه واخلي.

خو بيا په مردان ښار کې د قامي نیشنل بېنک يو لوړ پوړی چارواکی جمال ناصر وايي، کاروباري بېنکونه د خلکو په پېسو روان وي او د بېنکونو دا زمه واري ده چې په دغو پېسو نورې پېسې وګټي او د هغې تحفظ هم وکړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل بېنکونه د يو خاص نظام لاندې چليږي او بېنکونه دا ګوري چې کوم تن کور جوړوي د هغه ځمکه د هغه په نوم ده؟ او که نه.

هغه وويل د دې دپاره بيا يو مناسب عمل ترسره کيږي او دا دومره ګران کار نه دی.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال د جولايي نه تر مارچ د میاشتې پورې کاروباري بېنکونو 13 اربه او 70 کروړه روپۍ د کورونو دپاره قرضونه ورکړي دي او دا رقم 93 اربه او 50 کروړه روپو ته رسېدلی دی.

د بېنک په وېنا په دې قرضونو کې هغه قرضونه شامل نه دي کوم چې د کاروباري بېنکونو لخوا د خپلو جوړو سکيمونو په مد کې ورکړی شوي دي او دغه پېسې هم په يادو نهه میاشتو کې د 109 اربه او 80 کروړه روپو نه 134 اربه او 80 کروړه روپو ته رسېدلي دي.

بېنک وايي کاروباري بېنکونو ټولې 228 اربه او 30 کروړه روپۍ د کورونو دپاره قرض ورکړي کوم چې د قامي امدنۍ د صفر اعشاريه پينځه فيصده نه کمې دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په وروستيو کې مرکزي بېنک يا سټېټ بېنک اف پاکستان ته ويلي وو چې غريبو يا هغو خلکو چې کورونه نه لري دوی ته دې د کورونو دپاره د قرضونو ورکول اسان کړي او د کاروباري بېنکونو لخوا د حکومت په وېنا په دغو قرضونو د سود شرح درې فيصدو ته راکمه کړی شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG