لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا مخنیوي دپاره دپاکستان حکومت دسخت لاک ډاؤن خبرداری ورکړی


پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان لخوا دکرونا نه دځان ساتنې دسپارښتنو عملي کولو دپاره پوځ څخه له مرستې غوښتل کیدو ترڅنګ حکومت وایي که خلکو احتیاط ونکړو نو سخت سخت لاک ډاؤن به لګولی اؤ مهم ښارونه به تړلی شي.

د قامې رابطه کمیټۍ له غونډې وروسته پاکستان کې په کرونا دقابو موندنې دمرکز مشر اؤ مرکزي وزیر اسد عمر په خلکو غږ کړی چې داختر دپاره سوداګانې له اوسه وکړي ځکه چې کیدای شي وروسته لاک ډاؤن ولګول شي.

نوموړی وایي هغه ضلعې چې پکې په کرونا داخته رنځورانو شمیره پینځه فیصده ده هلته به۱۰م او ۱۲م ټولګي پورې سکولونه تر اختره تړل کیږي.

اسد عمر وویل دفترونو د کار وخت نیمایي ته راکوز کړل شوی اؤ په هر دفتر کې به نیمایي مامورین خدمات ترسره کوي.

هغه دا هم ویلي چې ریسټورانټونو کې دننه پر خوراکونو د وړاندې څخه بندیز ؤ او اوس بهر هم پر خوراکونو بندیز لګول شوی او ټول بازارونه به دماښام له شپږو بجو وروسته تړلې وي.

دکرونا په چارو دڅار لرونکي دولتي مرکز این سي او سي د شمیرو له مخې په هیواد کې د کرونا وائرس د پیښو کچه شاوخوا ۱۱ فیصده ته رسیدلې ده.

په اسلام اباد کې په یوه ورځ کې پینځه نیم سوؤ څخه زیاتې مثبتې پیښې مخې ته راغلي، پیښور کې د پیښو کچه ۱۵ فیصده او بلوچستان کې دغه کچه ۱۰ فیصده ده.

سندهـ چې پکې دوه میاشتې وړاندې د کرونا د مثبتو پیښو کچه ۲ فیصده وه، اوس په کراچۍ کې ۱۳ او حیدراباد کې ۱۴ فیصده ته رسیدلې ده.

یوازې د اپریل په میاشت کې د دغه وائرس څخه پاکستان کې ۲۴۱۱ کسان مړه شوي چې پکې ۳۳ فیصده هغه دي چې پر وینټېلېټر یې علاج روان ؤ.

مرکزي وزیر اسد عمر تیره ورځ ویلې چې حالات څه وخت هم بې قابو کیدی شې .

داسد عمر په وینا په کومو ښارونو چې د وائرس فشار دی په هغې کې لاهور، پیښور، مردان، نوښار، فیصل اباد، ملتان او پنډۍ شامل دي.

تیر کال د فرورۍ راهسې په هیواد کې د دغه خطرناکه وايرس څخه تر اوسه ۱۶ زره ۸۰۰ څخه زیات کسان مړه شوې او د ۷ لکه ۸۴ زره څخه زیات کسان ددې رنخ ښکار شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG