لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا د بده مت مذهبي مشران د تخت بايي د لرغونو اثارو ليدو له ورغلي


د سري لنکا سره تعلق لرونکي د بده مت مذهب منونکو 12 مذهبي مشرانو (راهبانو) د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بايي کې خپل پخواني مذهبي مرکز ته ورغلي دغه زرګونه کاله پخواني لرغوني اثار يې کتلي او مذهبي رسومات يې ادا کړي دي.

د بده مت مذهب منونکي د سري لنکا 12 کسيزه پلاوي د جمعې په ورځ (23 اپرېل) د تخت بايي سفر کړی دی.

په ياد پلاوي کې د سري لنکا د وزيراعظم او صدر ځانګړی سلاکار، د دوه پوهنتونونو مشران (وايس چانسلران) او د امریکا د لاس اېنجلس د بده مت د ټولنې مشر ډاکټر ولفولا پياننده هم شامل وو.

په تخت بايي کې د اثارو ليدو په وخت ولفولا مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، خوشاله دی چې دغه ځايونه يې وکتل او ستاينه يې وکړه چې د پاکستان حکومت دغه اثار خوندي ساتلي دي.

راغلي پلاوي په تخت بايي کې خپل مذهبي رسومات هم ترسره کړل او د لرغونو اثارو بېلابيل ځايونه، خونې او تاخونه يې وکتل.

د بده مت مذهب منونکي د تخت بايي دغه دوه زره کاله پخواني لرغوني اثار خپل مذهبي مقدسه ځای ګڼي، او دلته وخت په وخت د بده مت مذهب منونکي راځي.

د خېبرپښتونخوا د لرغونو اثارو د محکمې مشر عبدالصمد خان وايي، تخت بايي ته په سيمه کې د لرغونو اثارو د شتون مرکزي حیثيت ترلاسه دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل يو اړخ ته که په افغانستان کې د بامیانو پورې نو بل اړخ ته په پاکستان کې د ټېکسلا او په خېبرپښتونخوا کې د سوات نه تر چارسدې، مردان او صوابۍ پورې د ګندهار تهذيب دا لرغوني اثار شتون لري.

هغه وويل په خېبرپښتونخوا کې 22 داسې لرغوني اثار ټاکل شوي چې د صوبې حکومت دغه اثار د مذهبي سېلګرۍ دپاره خوندي کړي او د دې دپاره فنډونه هم جاري شوي دي.

هغه زياته کړه په دې اثارو کې د بده مذهب نه علاوه د سيکانو، هندوانو او مسلمانانو پخواني مقدس ځايونه شامل دي.

د سري لنکا د پلاوي سره په سفر کې د پاکستان د وزيراعظم ځانګړی سلاکار زلفي بخاري هم مل وو.

بخاري وویل په پاکستان کې مذهبي سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره اسانتیاوې برابرولی شي او د وړاندې نه پېل کړی شوې د لرغونو اثارو خوندي ساتلو د (ګندهارا ټرېل) په نوم منصوبه به په کال 2022 کې هم پوره شي.

د سري لنکا پلاوي د تخت بايي نه وړاندې د ټېکسلا، هري پور، شهباز ګړې او جمال ګړۍ سفرونه کړي او د تخت بايي وروسته سوات ته تللي دي.

د تخت بايي لرغوني اثار د ملګرو ملتونو د تعليم، ساينس او کلتور ادارې (يونيسکو) په کال 1980 کې په نړيواله ورثه کې شامل کړي دي.

د لرغونو اثارو پوهان وايي د لرې ختيځ په هېوادونو کې بده مت د تخت بایي او چاپېره علاقو څخه خور شوی ځکه دې ځای ته مرکزي حیثيت حاصل دی.

پوهان وايي په پاکستان کې او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې دغه ډول لرغوني تاريخي اثار ډېر شتون لري که چرته په حکومتي او د يونيسکو په کچه دا اثار خوندي او ښکاره کړی شي دا به په سيمه کې مذهبي سېلګري سېوا کړي نه يواځې ځايي خلکو بلکې ملک ته به يې ترې هم ګټه رسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG