لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک سره دشوي تړون عملي کیدو په بابله حکومتي دریځ کې تضاد


دپاکستان دحکومت لخوا لاقانونه ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحريک لبيک سره دشوي تړون عملي کولو پسر دحکومت خپل وزیران یوه خوله نه دي اؤ په دریځونو کې یې تضاد لیدل کیږي.

حکومت مخالفو ګوندونو د وړاندې څخه په حکومت تور لګولی ؤ چې هیواد نه دفرانس دسفیر ویستلو د ژمنې پوره کولو په اړه یې دوه مخې پالیسي خپله کړې ده اؤ په دغه اړوند پارلیمان ته راوړی قرارداد لانجمنوي.

د اطلاعات مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي حکومت د لاقانونه تحريک لبيک ډلې سره لوظنامه عملي کړې ده.

فواد چوهدري په ټویټر لیکلي چې د تحريک نيول شوي کارکنان خوشې کړى شوي دي او هیواد نه دفرانس دسفير ویستلو لپاره قامي اسمبلى ته قرارداد هم وړاندې کړى شوی دی.

مرکزي وزير په ډاګه کړې چې حکومت خپلې ژمنې سر ته رسولي اؤ اوس که وغواړي نو مخالف ګوندونه پيپلز پارټي او مسلم لېګ نواز له خپله اړخه د فرانس د سفير د ویستلو لپاره قراردادونه پارلیمان ته راوړلى شي خو حکومت به دې کې څه کردار نه لري.


د فواد چوهدري دغه د دريځ په پرتله بیا د مذهبي چارو مرکري وزير نورالحق قادري د تندروه ډلې تحریک لبیک سره دشوې لوظنامې سرته په رسولو ټيڼګار کوي.

د شخصي ټي وي سره خبرو کې نورالحق قادري ويلي پکار ده چى حکومت او مخالفه ګوندونه دفرانس دسفير ویستلو قرارداد باندې غور وکړي او ټول ګوندونه په دې معامله سنجيده کردار ولوبوي.

د تيرې جمعې په ورځ دقامي اسمبلۍد غونډې ايجنډه کې دفرانس د سفير بېدخلې دقرارداد په شاملولو مخالفو ګوندونو احتجاج کړى ؤ اؤ د ځنيو حکومتي غړو ترڅنګ دمخالفو ګوندونو غړو هیواد نه دفرانس دسفير ویستلو شعارونه ورکړي وؤ.

مخالف ګوندونه د حکومت څخه د تحريک لبيک سره دشوې لوظنامې پارليمان ته د وړاندې کوولو غوښتنه هم کوي.

تيره اوونۍ اولس ته خپله وينا کې وزير اعظم عمران خان د پاکستان نه د فرانس د سفير د ویستل کیدو امکان رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دفرانس دسفیر د ویستلو معنا به د ټول یورپ سره اړېکې شلول وي.

خو د وزیراعظم ددې دریځ نه یوازې یوه ورځ وروسته د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد اعلان کړی ؤ چې دلاقانونه ډلې تحريک لبيک دغوښتنې په اساس به حکومت هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو قرارداد پارلیمان ته وړاندې کوي.

د اپريل په دولسمه نيټه د تحريک لبيک ډلې دمشر سعد رضوي د ګرفتارې په ضد ددغه تندروه ډلې فعالینو ګرد هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه پیل کړی اؤ تر سلو زیات سړکونه یې تړلي وؤ.

وزير اعظم عمران خان د تحريک لبيک لخوا شوؤ دتشدد نه ډکو دغو احتجاجونو کى ۸۰۰ نه دزياتو پـوليس عسکرو د ژوبل کيدو او د شپږو د وژل کیدو پخلى کړی ؤ.

لاهور پوليس سعد رضوي هغه وخت د قتل په يو مقدمه کې نيولى و کله چې هغه اعلان وکړو که حکومت ورسره تير کال دنومبر مياشت کې دشوې لوظنامې په اساس هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو ژمنه پوره نه کړه نو دوئ به بیا داسلام اباد په لوري احتجاجي لاریون وکړي.

تحریک لبیک دحکومت نه غوښتنه لري چې فرانس کې داسلام دپېغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخاکو خپریدو په سر دې نه یوازې پاکستان نه دفرانس سفیر وباسي بلکې دغه هیواد سره دې خپلې اړیکې هم وشلوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG