لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دشمالي وزیرستان چارواکي وايي سیمه کې شخصي دښمنیو ته دهدفي‌ وژنو نوم ورکول کیږي


په شمالي وزیرستان کې دهدفي وژنو اؤ ناقرارۍ مخ په زیاتېدونکو پیښو په اړه د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي او ضلعي پولیس افسر شفیع الله ګنډاپور ویلي چې خلک په شخصي دښمنیو کې د وژنو پیښې د هدفي وژنو په توګه څرګندوي او باید دا وژنې د هدفي وژنو سره ونه تړل شي.

یوې ګډې غونډې ته په وینا کې دوئ ویلي هره پیښه د هدفي وژنو نه وي خو خلک په دې پیښو کې د پولیسو سره د پلټنو په پروسه کې همکاري نه کوي او په وژنه کې ککړ کسان نه نوموي، او غواړي د قانون پرځائ په دودیزه قبیلوي لاره غچ واخلي.

دوئ دا څرکندونې په داسې مهال کړي چې په شمالي وزیرستان کې تیره اوونۍ په یو شوا روز کې پینځه کسان په بیلا بیلو سیمو کې په ډزو سره وژل شوي وؤ.

په وژل شوؤ کسانو کې د سیمې دوه مخورو مشران هم شامل وؤ.

پولیسو ویلي کورنۍ یې په چا دعوه نه ده کړې او مقدمې یې د نامعلومو کسانو پرضد درج کړې دي.

له دې پیښو وروسته د سیمې نه د قامی اسمبلې غړی محسن داوړ ویلی وؤ د ضرب عضب عملیاتو وروسته ښه په ښکاره د عامو خلکو وژنې کیږي د هغو مقدمه د نامعالومه کسانو پرضد درج شي خو تر اوسه د دې وژنو په تور يو تن هم د قانون منګولو ته نه دی راوستل شوی.

تیره ورځ په میرانشاه پریس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پرمهال دشمالي وزیرستان ډپټي کمشنر اؤ دپولیسو ضلعي مشر ویلي چې پولیس،ضلعي انتظامیه او د پاکستان پوځ په سیمه کې امن او نظم راوستو لپاره سخت کار کوي او د خلکو په استازیتوب هلته شتون لري. خو پدې برخه کې د خلکو لخوا دمرستې نه کیدو له امله زیاتې ستونزې رامخې ته دي.

د انتظامیې مرستیال کمشنر شاهد علي خان ویلي هغه څوک چې د نقاب په اغوستلو سره د خپلې زړې دښمنۍ دانتقام له امله دخلکو په مینځ کې ویره خپروي ډیر ژر به دا کسان معلوم کړي او د قانون دلارې به سخته سزا ورکړل شي.

د پولیس مشر شفیع الله ګنډاپور ویلي چې په زیاتره پیښو کې خلک هیڅ مقدمه نه درج کوي او که دو ئ مقدمه درج هم کړي خو هغې کې څوک نه وي نومول شوي اؤ د نامعلوم وکسانو پرضد وي .

نوموړي وویل دچا دکورنۍ غړي چې ووژل شي اؤ مقدمه کې په چا دعوه ونکړي هغوئ کې بیا زیاتره دقانون نه پرته پخپله ددغه وژنې انتقام اخلي.

هغه په خلکو غږ وکړو چې په داسې پیښو کې دې د خپل انتقام اخستو څخه ډډه وکړي ، په دولتي ادارو دې باور وکړي او په داسې حالت کې به دوئ بشپړ انصاف ترلاسه کړي.

دپولیسو مشر زیاته کړه چې پولیس له 2019. راهسې دلته په ځائ کړل شوي او تر دې دمه په تیرو دریوؤ کلونو کې 140 مقدمو کې 571 نومول شوي چې پکې 77 تورن کسان پولیسو نیولي دي.

هغه ویلي چې په تیرو درېوؤ کلونو کې دغیرت په نوم سیمه کې نهه پیښې شوي او دې پیښو کې 15 تورن کسان محاکمه شوي او پولیسو ټول تورن کسان نیولي او د قانون په وړاندې یې راوړي دي.

په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال جمال داوړ بیا وایي ددې افسرانو دا دعوې دځایي خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي .

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته دسیمې خلک ناامنې سره مخ دي دلته هر ورځ ښه په ښکاره د عامو خلکو د وژنو تر څنګ د توپک په زور خلک اغوا کیږي،خلکو نه قلنک اخستل کیږی خو تر اوسه په یوه پیښه کې ککړ یو یو تن هم ونه نیول شو.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې جمال داوړ ویلي په داسې پیښو کې پولیس په خپله د نامعلومه کسانو په ضد مقدمې درج کوي او دا دپولیس او نورو حکومتي ادارو کار دی چې په دغه پیښو کې ککړ کسان معلوم کړي.

جمال داوړ وویل باید حکومت دې ناامنې پرضد ګامونه پورته کړي او په دې خبرو دې ځایي اولس نه تېرباسي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات کړي وؤ او له دغو عملياتو وروسته يې دعوه کړې چې سیمه په بشپړ ډول د تندلارو څخه پاکه کړی شوې ده. خو په علاقه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

ناتايده راپورونه وايي سږ کال تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو 18 پېښې شوي چې پکې د بنو سره تړاو لرونکې دغیر دولتي ادارې څلور ښځېنه کارکوونکې هم وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې سږ کال شپږ کسان هم تښتول شوي چې کورنۍ يې د خوشي کیدو غوښتنه کوي.

په دغه قبایلي ضلعه کې تیر کال هم د هدفي وژنو 46 پیښې شوې وې.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته دناامنۍ مخ په زیاتېدونکو پېښو ځایي خلک اندېښمن کړي او وخت په وخت يې د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې هم کړې دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG