لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحافتي تنظیمونه وایي کوټه کې دځایي خبریال وژنې صحافیانو کې ویره خوره کړې


پاکستان کې صحافتي تنظیمونو په کوټه کې دیو ځایي خبریال وژنه په سختو ټکو غندنه کړې اؤ وایي له دې پېښې وروسته په صحافیانو کې نوره هم ویره ترهه خوره شوې ده.

د کوټې پوليس وايي تېره شپه د کوټې پر قمبراني سړک دیو خبريال عبدالواحد ریساني د وژنې پېښه هدفي بڼه لري اؤ پولیس ددې پېښې په اړه نورې پلټنې پیل کړي دي.

د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې د شمېرو له مخې په تېرو پینځلسو کلونو کې په بلوچستان کې 45 خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې 27 د خپل کار له کبله په هدفي توګه وژل شوي دي

په کوټه کې تیر ماښام وژل شوي څلیريشت کلن خبریال عبدالواحد ريساني د کوټې له ازاداي اخبار سره کار کولو.

د کوټې د سرياب پولیسو تهاڼې مشر خېر محمد سمالاني په خبره د خالي- شنبې په ماښام د ښار جنوب لوېدیځ‌ لور ته پر قمبراني سړک بېنک کالونۍ ته نیژدې نامعلوم وسله وال تن پر خبريال عبدالواحد باندې دوه وارې ډزې کړي.

هغه وایي په دغو ډزو کې یاد خبریال وړومبی ټپي‌ شوی ؤ خو روغتون ته د رسول په مهال یې لاره کې ساه ورکړې ده.

ایس ایچ وایي "وسله وال تن يو دی چې کله خبريال واحد تېر شي،ويشتونکی د شا لخوا پر هغه ډزې کوي او هغه پنځوس ګزه مخ ته له موټر سايکله لويږي"

دپولیس تاڼې مشر وایي "هغه درې ګولۍ لګېدلی دی، خلکو خو ويل چې دا د غلا قيصه ده خو داسي نه ده ، دا هدفي وژنه ده، دا بریدګر څوک او د کوم ځاي ؤ موږ کار ورباندې کوو، موږ سي سي ټي وي فوټېج هم تر لاسه کړي نور معلومات ځينې تر لاسه کوو"


پولیس وایي د وژل شوي خبريال د ورور په مدعيت کښې يې د نامعلومو وسله والو پر ضد مقدمه درج کړې او او د پېښې پلټنې یې پيل کړې دي"۔

د عبدالواحد مشر ورور شعېب ريساني چې خپله هم خبريال دی وايي د څلیریشت کلن ورور په مرګ ېي پر کور ماتم دی ، مور او پلاري ېې په غم کې ډوب دي ،

شعېب وايي له روژه ماتي وروسته يې ورور له کوره د دفتر لوري ته روان ؤ چې په ډزو ووژل شو، دشعېب په خبره د دوئ له هيچا سره هم بد نشته، وايي دا هم نه ده ورته معلومه چې ورور یې چا او ولې ور وژلی؟

عبدالواحد ریساني له تېرو څلورو کالو راهسي د کوټې "ازادي" اردو ورځپاڼې سره د خبریال او سب ایډیټر په توګه کار کولو.

د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې مشر سلمان اشرف وايي حکومت دې په پيښه کې ککړ تن زر ونيسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري۔

د بي يو جې مرستيال مشر شاه حسېن ترين وايي دا پيښه په صحافت بريد دی او له دې پېښې وروسته صحافيانو کې ويره نوره زياته شوې ده.

د بلوچستان حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني سره د وي او ای ډيوه اړیکه ونه نیول شوه خو هغه پر خپل ټويټر پاڼه دا پيښه غندلې او ليکلي يې دي چې قاتلان به نیول کیږي او ضرور به سزا ورکول کېږي.

د پاکستان د خبریالانو مرکزي تنظیم پي ایف یو جی هم دا پېښه په کلکه غندلې او د بلوچستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې د نوموړي قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د خبریالانو مرکزي تنظیم دا پېښه په بلوچستان کې د اظهار د ازادۍ وژنه ګڼلې ده.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خبریالانو او سیاستوالو د خبریال عبدالواحد ریساني وژنه غندلې ده.

د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې د شمېر له مخې، په تېرو پینځلسو کلونو کې په بلوچستان کې 45 خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې 27 د خپل کار له کبله په هدفي توګه وژل شوي دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG