لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د وژل شوؤ ځوانانو دمړو سره مکین کې احتجاجي پرلت دوام لري


دجنوبي وزیرستان په دوه تویي سیمه کې تیره ورځ د دؤو تنکيو ځوانانو د وژل کیدو او یو ټپي کیدو وروسته نن په دویمه ورځ هم په مکین کې د تحصیل انتظامیې ددفتر د ودانۍ مخې ته احتحاجي پرلت دوام لري او احتجاج کوونکي وژل شوؤ ته د انصاف ورکولو ترڅنګ سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.

په جنوبي وزیرستان مکین تحصیل کې د ډزو په یوه پېښه کې دوه تنکي هلکان وژل او یو ژوبل شوی وؤ چې عمرونه يې د 12 نه تر 18 کلونو پورې دي.

د احتجاج يو ګډونوال شیرپاؤ ایډوکیټ وویل د دوئ څلور غوښتې دي يو دا چې د دغه پېښې دې عدالتي پلټنې وشي اؤ بل دې د پېښې په مقدمه کې د وژل شوؤ کسانو د خپلوانو په مدعيت کې په قضيه کې د علاقې د امنیتي مسولینو نومونه شامل کړی شي.

هغه وويل دوئ غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د ښو او بدو وسله والو ترمنځ توپير ختم کړی شي او د امنیت دپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

نوموړي زیاته کړه څلورمه غوښتنه دا کوي چې دماشومانو په وژنه کې ککړ کسان دې په سمدستي توګه د قانون منګلو ته راوستل شي.

حکومتی چارواکي او ځايي خلک وايي د ډزو پېښه تیره شپه د مکین تحصیل په دوه تویي سیمه کې شوې وه.

د وژل شوو هلکانو کورنۍ د دوئ د وژلو تور په سیمه کې موجود په امنیتي سرتیرو پورې کوي خو پولیس وايي هلکان د نامعالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي او دوئ دپیښې پلټنې پېل کړي دي.

د انتظامیه چارواکي وایي د احتجاج کوونکو سره په تماس کې دي، د دوئ غوښتنې يې اورېدلي خبرې ورسره روانې دي خو احتجاج دوام لري.

د پرلت انتظام کوونکی او په سیمه کې د پي ټی ایم فعال رحمت شاه وویل دوئ ته د انتظامیې په لارښونه د ملکانانو یوه جرګه راغلې او ورته یې ویلي انتظامیه وایي چې مړي دې خاورو ته وسپاري بيا به یې ورسره په غوښتنو خبرې وکړي.

هغه وویل مړي د وژل شوؤ کسانو کورنیو قام ته سپارلي اؤ تر څو چې دقام غوښتنې نه وي منل شوي د بدامنۍ پرضد اقدامات نه وي شوي د مړو سره به احتجاجي پرلت دوام لري.

هعه وویل چارواکو د دوئ دغوښتنو منلو په ځائ په دوئ پسې د خلکو دتګ راتګ لارې تړلي او منظور پښتین په لار کې ودرول شوی دی.


هغه زیاته کړه که دلته غوښتنې نه منل کیږی او لارې نه پرانیزي نو بیا به سره د مړو اسلام اباد ته ته پرلت پیل کړي

د سیمې نه د ترلاسه شوو مالوماتو ترمخه نن مکین ته په تلونکو او په راتلونکو لارو امنیتی سرتیري سیوا کړی شوي دي او په ټولو لارو کې د ګاډو تګ راتګ لپاره خنډانونه اچول شوي دي

د محسود قبیلې یو مشر وحید محسود وويل دوئ د کال 2001م نه د ناامنۍ سره مخ دي او د کال 2009م پوځی عملیاتو وروسته د دوئ په سیمه کې هره ورځ د عامو خلکو وژنې روانې دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل تر عملیاتو وروسته هم دا صورتحال دی چې ټوله سیمه کې په پراخه کچه سره وسله وال او امنیتي سرتیري میشته دی.

هغه وويل که حکومت دوئ ته تحفظ نه شي ورکولی او سیمه د وسله والو نه نشي پاکولی بيا دې په سيمه کې موجود امنيتي ځواکونه د علاقې څخه وويستل شي یا دې دوئ ته وویل شي چې د امنیت دې خپل انتظام برابر کړي.

هغه وویل د روانې وضعې له امله محسود قبیله بیا دخپلو کورونو په پریښودلو مجبوره ده

د جنوبي وزیرستان انتظامیې يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته ویلي د هلکانو د وژنې مقدمه درج شوې د احتجاج کوونکو سره خبرې هم شوي اوس هم په مکین کې دوئ سره جرګه روانه ده چې پکې ځایي مشران او د سیمې نه د صوبائي پارلیمان غړی قاري عصام الدین هم شامل دی او هېله ده چې پرمختګ به پکې وشي.

د چارواکي په وینا په دې پیښه کې ژوبل شوی تن درملنې لپاره ډیره اسماعیل خان ته وړل شوی او د وژل شوؤ کسانو مړي طبي معاینې وروسته خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او د پلټنو عمل پیل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG