لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبانو دجګړې پلمه مو ختمه ده،څوک وژنئ اؤ پیغام مو څه دی؟


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي نوره دطالبانو دا پلمه ختمه شوې ده چې ګنې دوئ له خارجیانو سره جګړه کوي‌ اؤ اوس دوئ باید ووایي چې څوک وژني،څه له مینځه وړي اؤ پیغام یې څه دی ؟

داوبو اؤ بریښنا د اوونۍ نمانځنې په اړوند دافغانستان صدارتي ماڼۍ کې راجوړې شوې یوې غونډې ته پخپله وینا کې اشرف غني ویلي کله چې دامریکا صدر جوبائیډن افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو اعلان وکړو نو مونږ وویل چې پرېکړې ته یې درناوی لرو او پر عملي کارونو کار کوو.

د صدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه غونډه کې ښاغلي اشرف غني له طالبانو پوښتلي “طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له خارجیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده”

دامریکایي صدر جوبائیډن داعلان لخوا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو داعلان باوجود هم په افغانستان کې دجګړو بریدونو اؤ چاودنو لړۍ نه ده تم شوې اؤ په دې کیدونکو بریدونو اؤ چاودنو کې د زیاترو پړه طالبان پغاړه اخلي.

ښاغلي اشرف غني ویلي” کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي، افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس په افغانستان کې وحشت روان دی او مثال یې ارغنداب ولسوالۍ دی”

هغه زیاته کړې “داسې ورځ نه ده چې موږ د ماینونو له کبله ملکي تلفات ونلرو”

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي خو لا هم پدغه برخه کې کوم پرمختګ ندی رامنځته شوی، او له وسله والو طالبانو سره هم په قطر کې د افغان حکومت د سولې مذاکرات د ځنډ او خنډ سره مخ دي.

په قطر کې د سولې د روانو خبرو د لړۍ چټک کولو په موخه د ترکیې په استانبول کې د اپریل په ۲۴مه نېټه د افغان سولې لپاره ناسته ترتیب شوي وه، خو دا ناسته هغه وخت تر نامعلومې نیټې وځنډول شوه چې طالبانو وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي دوئ د سولې خبرې نه کوي او په هیڅ داسې بهرنیو ناستو کې ګډون نه کوی چې د افغانستان په اړه تصمیم پکې نیول کیږي .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG