لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ پاکستان کې دفیس بک مونټائزیشن پرانستو دپاره قراداد منظور کړی


دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي یو پریکړه لیک کې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې پاکستان کې دې د فیس بک د موناټایزیشن د پرانستو لپاره ګامونه پورته کړي.

اسمبلۍ ته دقرارداد یا پریکړه لیک وړاندې کوونکی د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی ضیاالله بنګښ وي او ای ډیوه ته وایي،پاکستان کې د پنځوؤ کروړو نه زیات خلک فیس بک کاروي خو دلته د فیس بک موناټایزیشن تړلی دی نو ځکه څوک چې په دغه پاڼه مواد اچوي هغوي ته کومه مالي مرسته نه ترلاسه کیږي.

دنړۍ په یو شمیر هیوادونو کې دا مهال په میلینونو خلک دټولنیزې رسنۍ فیس دلارې پخپلو خپرونکو موادو دچلېدونکو اشتهارونو دلارې پیسې ګټي خو په پاکستان کې بیا د فیس بک کارونکو ته دهغوئ په خپرونکو موادو فیس داشتهارونو خپرولو اجازه نه ده ورکړې.

داسمبلۍ غړی ضیاء الله بنګښ وایي پښتونخوا اسمبلۍ وړومبی پریکړه لیک متفقه منظور کړو اوس به نورې صوبایي او وفاقي اسمبلۍ هم دغه شان پریکړه لیکونه منظور کړي.

ښاغلی بنګښ زیاتوي په دې اړه د وفاقي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د وړاندې نه د فیس بک چارواکیو سره خبرې کړې دي.

د انټرنیټي چارو یو ماهر محمد شفیق ګګیاڼی وایي د انټرنیټ زیاتره ویب پاڼې د اشتهاراتو په ذریعه پیسې ګټي. دې کې ځیني پاڼې هاغو تنانو ته هم ددغو اشتهاراتو یوه برخه ورکوي کوم تنان چې پاڼو باندې مواد خپروي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ګګیاڼي وویل په موادو داشتهارونو خپریدو عمل ته موناټایزیشن وایي لکه څنګه چې پاکستان کې یوټیوب خپل موناټایزیشن پرانستی دی. خو د فیس بک موناټایزیشن پاکستان کې تړلی دی.

شفیق ګګیاڼی وایي مواد پیښور او پښتونخوا کې ډیر جوړیږي. یوټیوب خو پیسې ورکوي. که فیس بک هم دا لړۍ پیل کړه نو دلته به تخلیق کې اضافه وشي.

"مونږ وینو چې پښتونخوا کې کوم فلمي صنعت دی یا وړاندې به کومې سي ډي ډرامې کیدې یا د موسیقۍ هنر دی نو دلته دا صنعت کمزوری دی. که فیس بک خپل موناټایزیشن دلته پرانیستو او په پاڼه مواد اچونکیو ته یې اشتهاراتو کې برخه ورکول پیل کړل نو دې سره به د پښتونخوا سندرغاړه او هنرمندانو ته د تخلیق او روزګار یوه نوې موقعه په لاس ورشي"
شفیق وایي دې سره به هاغو ځوانانو ته هم د پیسو ګټلو یوه لاره پرانستل شي کوم چې تخلیقي صلاحیت لري خو دا وخت ناسمو کارونو کې بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG