لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان، بل ګېټس ته ويلي هڅې کوو چې پاکستان د پولیو نه پاک کړو


د باکستان وزيراعظم عمران خان د بل اېنډ مېلینډا ګېټس فاونډېشن د شريک مشر بل ګېټس سره په خبرو کې ویلي، پاکستان دغه ژمنه تکراروي چې په ملک کې د پوليو د خاتمې دپاره هڅې پياوړې کوي.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ویلي په دغو ټيليفوني خبرو د دواړو ترمنځ کې د کرونا وبا، پوليو د خاتمې، صحت او پرمختيا ترڅنګ د چاپيريال په موضوع د يو بل سره نظرونه شريک کړی شوي دي.

عمران خان د بل ګېټس ستاينه کړې چې د برابرۍ په بنياد يې د کرونا ويکسينو ته د لاس رسي دپاره کمپاين کړی او هغه ټينګار کړی چې غريبو هېوادونو ته دې د کرونا ويکسين هم په وخت ورکړی شي.

بل ګېټس يا د هغه فاونډېشن د ټيليفوني خبرو په اړه د دې خبر خپرېدو پورې څه نه دي ويلي.

د وزیراعظم دفتر ويلي دواړه د دې خبرې په ارزښت متفق دي چې په پاکستان کې دې په سمدستي توګه د کرونا وبا د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړی شي، د پوليو او نورو ناروغو ويکسين دې وکړی شي.

عمران خان بيا ژمنه تکرار کړې چې په پاکستان کې پولیو مهمه مسله ده او حکومت يې هڅې کوي چې د کرونا باوجود په ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاينې دوامداره وساتي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د لومړي ډول يوه او دوېم ډول شپږ پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ يواځيني هېوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.

په پاکستان کې تير کال د کرونا وبا په لومړي سر کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاينې ځنډول شوې وې.

د وزيراعظم دفتر ویلي، دواړو مشرانو د چاپيريال (موسمياتي) بدلون په اړه هم خبرې کړي عمران خان بل ګېټس ته د لس اربه ونو لګولو يادګېرنه کړې او ګېټس يې ستاينه کړې او زياته کړې يې ده بايد نړۍ د چاپيريال د چېلنج دپاره په ګډه کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG