لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې دکال 2020م په مهال دانټرنیټ ازادي اغېزمنه شوې ده


پاکستان کې خپلواکې غېر دولتي ادارې انسټيټوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په خپل يو رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د کال 2020م په مهال د انټرنيت ازادي اغېزمنه شوې ده.

یادې ادارې دانټرنیټ دازادۍ دمتاثره کیدو ستر علت دحکومت لخوا د سياسي، ټولنيزو او کلتوري وېب پاڼو په تړلو کې د اضافې رجحان، په رابطو بندیز او د ناسمو مالوماتو په اړه د سایبر جرمونو دقانون د ناسم استعمال په اړوند په غېر واضحه تګ لاره عمل بللی دی.

ددې ادارې ډاېریکټر افتاب عالم ډيوه ته وايي د کال 2016م پورې به صحافيان د بدني حفاظت د مسلې سره مخ وؤ خو د پيکا دقانون وروسته دوئ اوس د قانوني ګواښونو سره مخ کېږي او ځورول کېږي.

دپاکستان حکومت لا دې رپورټ ته عکس العمل نه دی ښودلې خو حکومت داظهار په ازادۍ دقدغنونو تورونه ردوي او وزیر اعظم عمران خان وايي پاکستان کې میډيا د غربي نړۍ د مېډيا نه هم زياته ازاده ده.

انسټي ټيوټ فار ريسرچ ،اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ نومې غېر دولتي خپلواکې ادارې لخوا د درېم مئ دصحافت دنړېوالې ازادۍ د ورځې په مناسبت جاري کړل شوي دې رپورټ کې ویل شوي چې کال 2020 کې د ذکر شوؤ علتونو له کبله د راېې د اظهار د ازادۍ په حواله پاکستان کې د مخکې نه موجود غیر دوستانه چاپبريال، مالوماتو ته د لاسرسي ازادي او دډېجیټل حقوقو صورتحال خراب شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې پاکستان د انټرنيت په تګلارو او قوانینو کې د رجعت له امله او په ځانګړي ډول د ان لاین موادو په هکله ډېجټل رايټس، د رایې د اظهار د ازادۍ او مالوماتو ته د لاسرسي د عمل درامد په اړه د ناکامو سره مخ دی.

رپورټ زياتوي ددې په نتیجه کې سنسرشپ، دکرکې څخه په ډکو ویناؤ، ډېجټل څارنې، د رازدارۍ دسرغړونو او ان لاېن په ناسمو مالوماتو او اطلاعاتو کې اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په هیواد کې دمیډیا په اړه معرفي کړل شوې قوانین د حکومت د جارحانه ګامونو عکاسي کوي چې پکې حکومت د میډيا د څانګې د انون په چوکاټ کې د راوستو او د رایې د اظهار د حدبندۍ لپاره د چارواکو واک پراخول غواړي.

د رپورټ جاري کوونکې ادارې مشر افتاب عالم ډيوه ته وايي په پاکستان کې د کال 2016 پورې صحافيان د بدني حفاظت د کشالې سره مخ وؤ، هغوئ به برامته کېدل، وهل ټکول کېدل او وژل کېدل.

هغه وايي خو د کال 2016م نه وروسته چې کله د الېکټرانکي جرمونو د مخنیوي قانون پيکا راغلی نو اوس د صحافيانو پرضد قوانین کارول کېږي، دهغوئ پرخلاف مقدمې درج کېږي، پلټنې ترې کېږي او نيول کېږي.

افتاب عالم وايي خو اوس رياست د خبريالانو د خولې بندولو لپاره نوې طريقه خپله کړې ده. د رياست کار چې د خلکو او صحافيانو د راېې د اظهار د ازادۍ تحفظ کول دي نو په خپله یې داسې قوانین راوړي چې له کبله یې په صحافتي ازاديو پوښتنې راولاړې شوې دي.

په دې رپورټ کې ويل شوي دا ګامونه نه یواځې په صحافيانو او عامو وګړو اغېزې لري بلکې د هغوئ ترڅنګ په مخالفو سياسي ګوندونو او ټولنیزو فعالينو هم اغېزې کوي.

د رپورټ ترمخه د کال 2020 دوران د پيکا د قانون لاندې د صحافيانو او بشري حقونو لپاره د کار کونکو رضا کارانو پرضد ديارلس پېښې رپورټ شوې دي.

اسلام اباد کې د انټرنيټ دصارفينو د حقونو د تحفظ غېر دولتي ادارې بايټس فار ال مشر هارون بلوچ ډيوه ته وايي پاکستان هسې هم صحافيانو دحکومتي فشار له کبله خولې تړلې دي او مېډيا دبندیزونو لاندې ده ولې ځینو صحافيانو دخپلو مالوماتو او راېې د اظهار لپاره دسوشل مېډيا پلېټ فارمز ته مخه کړې ده.

هغه وايي په تېرو ورځو کې د صحافيانو پرضد چې کومې پېښې مخې ته راغلي چې په کې دابصار عالم د ویشتلو پېښه هم شامل ده. او د هغه په ډزو د ژوبل کولو تعلق هم د هغه په ټولنيزو رسنیو د اظهار سره دی.

نوموړی وایي صحافي ابصار عالم ځنې داسې څرګندونې کړې وې چې په رياستي ادارو بدې لګېدلې.

د رپورټ په پائ کې ویل شوي چې دهېواد دپلټنو دمرکزي ادارې اېف ایي ای لخوا يا خو د صحافيانو او ان لاېن مالوماتو ورکوونکو پرضد پلټنې شورو کړی شوي او یا د هغوئ پرخلاف د پيکا دقانون لاندې مقدمې درج کړی شوې دي چې پکې لږ تر لږه دوه صحافيان دان لاېن غېرقانوني فعالیتونو په تور کې نيول شوې دي.

څو ورځې مخکې دصحافيانو د تحفظ او د میډيا د ازادۍ لپاره کار کونوکي دبې سرحده خبریالانو په نوم نړیوالې ادارې پخپل راپور کې ویلي وؤ چې پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ صورتحال هماغسې اندېښمن دی او دصحافتي ازادۍ په حواله د دوؤ سوؤ هېوادونو په فهرست کې پاکستان د تېر کال په څېر سږکال هم په 145 نمبر ولاړ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG