لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 151کسان مړه شوي،پینځوؤ زرو نه دزیاتو کسانو وضعیت اندېښمن


پاکستان کې دکرونا وایرس په اړوند چارو ته دکتنې واکمنې دولتي ادارې این سي او سي له مخې هیواد کې دکرونا وایرس څخه داغېزمنو کچه نوره هم لوړه شوې ده اؤ په تیر یو شواروز کې نور 151 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دکرونا وایرس دپیل څخه تر اوسه په ګرد هیواد کې په دې وایرس دمړینو شمیره 17680 ته رسېدلې ده.

داین سي او سي تازه شمیرې ښایي چې په تېرو څلېریشتو ساعتو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس 5480تازه پېښې هم مخې ته راغلې دي.

دپاکستان مرکزي حکومت وایي دکرونا وبا نه ولس ساتلو دپاره رغنده ګامونه اخلي اؤ په ګرد هیواد کې یې اولس ته د کرونا ضد ویکسین ورکولو 1200 مرکزونه جوړ کړي دي.

دکرونا د اړونده چارو دڅار د ادارې مشر اؤ دپلان جوړونې مرکزي وزیر ښاغلي اسد عمر په ټویټر لیکلي د اپريل په 28مه په يوه ورځ کې یو لک او 17000 زره تنانو ته کرونا ضد ویکسين ورکړل شوي دي ۔

په دې وروستیو کې په پاکستان کې دکرونا وبا دریمه څپه زیاته چټک شوې ده اؤ حکومت ددې وایرس نه دخلکو د ژغورنې دپاره دشوؤ سپارښتنو عملي کولو په غرض دیو شمیر بندیزونو لګولو ترڅنګ پوځ هم رابللی دی.

د 22 کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې تر اوسه په عامه توګه خلکو ته د کرونا ویکسین لګولو لړۍ نه ده پیل شوې اؤ په لمړي فرصت کې یوازې ډاکټرانو اؤ طبي مامورینو ته اؤ په دويم پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو پورې مشرانو ته ددې ویکسین ورکولو لړۍ روانه ده.

خو اوس حکومت اعلان کړی چې د دریمې مئ نه به دڅلویښت کالو عمر لرونکو کسانو ته هم دکرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ پیل کړي چې دې دپاره دنوم لیکنې یا رجسټریشن عمل پیل شوی دی.

په عین حال کې دسندهـ صوبې دحکومت وياند مرتضا وهاب د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ویکسین ورکولو دپاره باید دعمر اېښودل شوی حد ختم اؤ په عامه توګه خلکو ته د ویکسین لګولو لړۍ پیل کړي.
مرتضا وهاب رسینو سره خبرو کې ویلي ”مونږ خو د صوبایي حکومت او ددې هيواد د وګړو په توګه بيا بيا د مرکزي حکومت څخه هم داغوښتنه کړې ده چې د ويکسين دپاره د عمر بندیز باید ختم کړي،او کوم پاکستانيان چې ځان ته ويکسين لګول غواړي نو حکومت دې ورته ويکسين ورکړي"

هغه وایي که د زيات عمر لرونکي ويکسين لګولو ته قانع نه دي نو هغه خلک ولې محرومه ساتل کیږي څوک چه دا ویکسین لګول غواړي؟

دسرکاري شمیرو ترمخه پاکستان کې تر اوسه 815711 کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو دا یوازې هغه شمیرې دي چاچي خپل ټيسټونه کړي وي اؤ ازادې سرچینې وایي چې زیات خلک دټیسټونو کولو نه ډډه هم کوي که چرې دهرچا ټیسټونه وشي نو بیا دا شمیرې نورې هم ډیرې لوړې کیدی شي.

د این سي او سي له مخې دا مهال چې کوم کسان په کرونا وایرس اخته دي هغوئ کې د 5263ؤ روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG